نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د جمهوريه آسټريا وفاقي چانسلر كرسټين سټاكر د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو ودې په ضرورت زور راوړلو سره د سېلګرۍ په څانګه كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د پلاويو په كچه رابطو زياتولو ته اتفاق كړے دے ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ …
وزيراعظم شهباز شريف د جمهوريه آسټريا وفاقي چانسلر كرسټين سټاكر سره وليدل٬ په دوه اړخيزه تجارتي اړيكو او د سېلګرۍ په څانګه كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د پلاويو په كچه رابطو زياتولو ته اتفاق

مزید خبریں
نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د جمهوريه آسټريا وفاقي چانسلر كرسټين سټاكر د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو ودې په ضرورت زور راوړلو سره د سېلګرۍ په څانګه كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره د پلاويو په كچه رابطو زياتولو ته اتفاق كړے دے ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 80مه غونډې په موقع وزيراعظم شهباز شريف او د جمهوريه آسټريا وفاقي چانسلر كرسټين سټاكر ترمېنځه ملاقات وشو٬ د ملاقات په مهال وزيراعظم د پاكستان لخوا آسټريا سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو خواهش څرګند كړو۔ ده تجارت، سېلګري ، موسمياتي بدلون او تعليم په اړه د دواړو هېوادونو د ګتورې مرستې ممكنه امكانات رامخې ته كړل او دوه اړخيزه تجارتي اړيكو ته د ودې وركولو په ضرورت يې زور راٶړو۔ د آسټريا چانسلر په ملاقات د وزيراعظم مننه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې نوو لارو لټولو لپاره يې په ګډه د كار كولو خوښي څرګنده كړه۔ دواړو مشرانو د پاكستان او آسټريا ترمېنځه د سېلګرۍ په څانګه كښې مرستې زياتولو لپاره د پلاويو په تبادله هم اتفاق وكړو۔







