اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سعودي عرب سره د اوږد مهاله شراكتداري لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د اسلام، تاريخ، ورورولۍ او د باور په بنياد اړيكې به تل قائم او دائم وي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب د قامي ورځ په …
وزيراعظم سعودي عرب سره د اوږدې مهاله شراكتداري لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلے ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې به تل قائم او دائم وي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب د قامي ورځ په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سعودي عرب سره د اوږد مهاله شراكتداري لا مستحكمولو لپاره د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د اسلام، تاريخ، ورورولۍ او د باور په بنياد اړيكې به تل قائم او دائم وي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب د قامي ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل د پاکستان اولس او حکومت لخوا زه خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود، ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود او د سعودي عرب خوږو وروڼو او خوېندو ته د سعودي د قاني ورځ په مناسبت سره مباركي وركوم۔ د سعودي اوسنۍ تاريخي دورې په مهال زما او د پاكستاني پلاوي تود هركلے او د خلوص نه ډكه مېملستيا ډېره د خوشحالۍ او وياړ سبب ګرځولو سره ووئيل زه د سعودي ورورڼو خوېندو د زړه د كومي مننه كوم۔ ده ووئيل د پاكستان اولس هم زما سره د شاه سلمان او شهزاده محمد بن سلمان مننه كوي چې زمونږ دوره د بې مثاله مينې او د يادګاري لمحو نه ډكه وه۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د سعودي وروڼو خوېندو سره په ګډه د سعودي عرب په عظيم الشان پرمختيائي سفر وياړ لرو كوم چې د شهزاده محمد بن سلمان په زيرك قيادت كښې روان دے۔ ده ووئيل نن چې سعودي عرب په نړيواله ورورلۍ كښې په كوم لوړ مقام لري ھغه د ده د بصيرت او د زيركتيا ځالانده مثال دے۔ وزيراعظم ووئيل په مئي كښې د هند سره د تاٶ تريخوالي په مهال د سعودي قيادت او اولس لخوا د يووالي څرګندونه به د پاكستان قام تل ياد ساتي، د پاکستان اولس د سعودي عرب معاشي مرسته كله هم نشي هېرولې د كومې په سبب چې زمونږ معيشت ته سهارا موندې۔ ده ووئيل د لكهونو په شمېر پاكستانيان سعودي عرب خپل دوېم كور ګڼي او په ځائي تعمير او پرمختګ كښې هلې ځلي خپل كردار ادا كوي، د پاکستانۍ ورورولۍ په سعودي عرب كښې خدمات د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د مثالي او په زړه پورې اړيكې، د خوشحالۍ او پرمختګ سبب دي۔ ده ووئيل د سعودي عرب د قامي ورځې د خوشحالۍ په موقع د پاکستان لخوا د دې عزم تذكره كول غواړم چې مونږ دا اوږده شراكتداري د لا مستحكمولو عزم لرو٬ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې سعودي عرب له لا ترقي او عظمت وركړي۔







