د پاكستان مسلم ليګ(ن)د آزاد جمو و كشمير سياسي كميټۍ غونډه٬د آزاد جمو او كشمير په موجوده سياسي او انتظامي صورتحال تفصيلي غور

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)د آزاد جمو و كشمير سياسي كمېټۍ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د كمېټۍ غړو٬د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار او نوې ټاكلي سينيټر رانا ثناﺀ الله٬د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام٬د پاكستان مسلم ليګ د (آزاد جمو و كشمير صدر شاه غلام قادر٬سېكرټري جنرل چوهدري طارق فاروق٬مركزي نائب صدر ډاكټر محمد نجيب نقي خان٬د اطلاعات سېكرټري …

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان مسلم ليګ(ن)د آزاد جمو و كشمير سياسي كمېټۍ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د كمېټۍ غړو٬د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار او نوې ټاكلي سينيټر رانا ثناﺀ الله٬د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام٬د پاكستان مسلم ليګ د (آزاد جمو و كشمير صدر شاه غلام قادر٬سېكرټري جنرل چوهدري طارق فاروق٬مركزي نائب صدر ډاكټر محمد نجيب نقي خان٬د اطلاعات سېكرټري بيرسټر سيد افتخار ګيلاني ګډون وكړو او د آزاد جمو و كشمير پخواني وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر خان د ويډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو ۔ د نهې په ورځ د كشمير٬ګلګت بلتستان او سفيران چارو وزارت لخوا جاري بيان له مخې په غونډه كښې د آزاد جمو و كشير په موجوده سياسي او انتظامي صورتحال تفصيلي غور وشو۔آزاد جمو و كشمير سره تعلق لرونكو د كمېټۍ غړو د مركزي كمېټۍ هغه غړو نه كوم چې د وفاقي حكومت برخه دي غوښتنه وكړه چې په موجوده صورتحال كښې د طاقت كارول به په كوم هم صورت مناسب نه وي۔د آزاد جمو و كشمير حكومت له پكار دي چې د آئين او قانون له مخې حالات سنبهال كړي۔ايكشن كمېټۍ او د آزاد جمو و كشمير حكومت ترمينځه په ترسره شوو چارو عملدرآمد وكړے شي۔د ايكشن كمېټۍ هغه غوښتنې كومې چې وروستو شاملې كړې شوي كه د عمل وړ وي او په هغې سمدستي عملدرآمد ممكن وي نو دغه غوښتنې دې د عملدرآمد د لارې ومنلې شي۔د كشمير چارو وفاقي وزير او سياسي چارو صلاحكار پلاوي له باور وركړو چې په دې تجاويز به غور او د اولسي او قامي ګټې تر مخه ډېره زر پريكړه وكړې شي او د ډلو ترمينځه به مذاكراتي عمل ډاډګيرنه كولې شي۔د پاكستان حكومت٬د آزاد وجمو كشمير اولس ښه والي او خېرښېګړې لپاره به لكه د وړاندې پشان هر ممكن اقدام كوي

مزید خبریں