اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان علماء كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د پاكستان او سعودي عرب دفاعي تړون به منطقه كښې د امن بنياد وګرحي٬ په تاريخي لوظنامه د دواړو هېوادونو د مشرانو مننه كوٶ٬ د پاكستان او سعودي عرب دفاعي تړون د ګريټر اسرائيل خوب ښخ كړو۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د تعظيم حرمين شريفين او اقصيٰ سيمينار …
د پاكستان او سعودي عرب دفاعي تړون د ګريټر اسرائيل خوب دفن كړو۔ طاهر محمود اشرفي

مزید خبریں
اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان علماء كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د پاكستان او سعودي عرب دفاعي تړون به منطقه كښې د امن بنياد وګرحي٬ په تاريخي لوظنامه د دواړو هېوادونو د مشرانو مننه كوٶ٬ د پاكستان او سعودي عرب دفاعي تړون د ګريټر اسرائيل خوب ښخ كړو۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د تعظيم حرمين شريفين او اقصيٰ سيمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د سعودي عرب مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز بن عبدالله الشېخ پحق رسېدلے دے ٬ ارواښاد په اوسنۍ پېړۍ كښې د حج په موقع زياتې خطبې وركړې دي،۔ ده ووئيل د تعظيم حرمين شريفين او اقصيٰ سيمينار تابيا خوشبينه ده٬ د ګردې نړۍ مسلمانان د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه په دفاعي تړون د خوشحالۍ څرګندونه كوي٬ دا تړون به اسلامي نړۍ كښې د اتحاد، وحدت او نړۍ لپاره د امن سبب وګرځي٬ ده ووئېل د پاكستان قام پخپلو وسله والو ځواكونو وياړ لري٬ په 56، 57 اسلامي هېوادونو كښې پاكستان ھغه هېواد دے كوم چې لوي څښتن د خپل حرمين شريفين حفاظت لپاره د سعودي عرب ځواكونو او د سلامتيا ادارو سره متنخب كړے ، دا اعزاز كم نه دے٬ لوي څښتن د پاكستان قام او پوځ ته دا اعزاز وركړے چې ھغه د حرمين شريفين حفاظت د سعودي پوځ او قام سره په ګډه وكړي٬ ده ووئېل دا زمونږ لپاره د فكر خبره ده٬ دا لوظنامه د دواړو هېوادونو د مشرانو د ډېرې خوارۍ نتيجه ده ۔ ده ووئيل د پاكستان ټول مكاتب فكر د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د شوې دفاعي تړون ستائنه او مننه كوي، د سعودي عرب دفاع د پاكستان دفاع ده او د پاكستان دفاع د سعودي عرب دفاع ده، كه په پاكستان بريد كېږي نو سعودي عرب به مونږ سره وي او كه په سعودي د بريد هڅه اوشي نو پاكستان به د سعودي عرب سره ولاړ وي۔







