نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې كاروائيو نګراني روانه ده

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په خاص امر په سېلاب ځپليو سيمو كښې د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ(اېن ډي اېم اے) لخوا د مرستې د كاروائيو نګراني روانه ده۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك د پنجاب سېلاب ځپلېو سيمو دوره كړې او په ځپلېو سيمو كښې يې د مرستې د كاروائيو او د زيانونو جاج اخستے۔ د نهې …

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په خاص امر په سېلاب ځپليو سيمو كښې د نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ(اېن ډي اېم اے) لخوا د مرستې د كاروائيو نګراني روانه ده۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك د پنجاب سېلاب ځپلېو سيمو دوره كړې او په ځپلېو سيمو كښې يې د مرستې د كاروائيو او د زيانونو جاج اخستے۔ د نهې په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا د جاري بيان له مخې د دورې په مهال د خانېوال ډپټي كمشنرې سلميٰ سليمان او اے ډي سي آر خالدعباس د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ته بريفنګ هم وركړو۔ په دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن سېلاب ځپليو لپاره د جوړو كړو خېمو كلي هم دوره وكړه او ځپليو ته يې د مرستې او د بحالۍ باور وركړٶ۔

مزید خبریں