اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالکي د نړيوال اسلامي پوهنتون د نوي كېمپس په اړه د دستورې په مهال پوهنتون ته د سعودي حكومت لخوا په ډالۍ كښې د وركړے شوو څلورو بسونو پرانسته او څارنه وكړه۔ په دې موقع سفير ووئيل د دواړو هېوادونو د ورورولۍ مثالي اړيكې په ګرده نړۍ كښې منلې كېږي او پوهنتون د سعودي حكومت …
د سعودي سفير نواف سعيد المالکي نړيوال اسلامي پوهنتون ته د وركړو بسونو څارنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) پاکستان كښې د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالکي د نړيوال اسلامي پوهنتون د نوي كېمپس په اړه د دستورې په مهال پوهنتون ته د سعودي حكومت لخوا په ډالۍ كښې د وركړے شوو څلورو بسونو پرانسته او څارنه وكړه۔ په دې موقع سفير ووئيل د دواړو هېوادونو د ورورولۍ مثالي اړيكې په ګرده نړۍ كښې منلې كېږي او پوهنتون د سعودي حكومت په زړه كښې خاص مقام لري۔ سفير په مېلمستيا د پوهنتون د صدر او انتظاميه مننه هم وكړه۔ په دې موقع د پوهنتون صدر پروفيسر ډاکټر احمد سعد الاحمد د بسونو په ډالۍ د سعودي حكومت او سفير مننه وكړه۔ د دې نه وړاندې سفير نواف سعيد المالکي ته د سينټرل ټرانسپورټ يونټ ډائريکټر سيد حسن آفتاب د پوهنتون د ټرانسپورټ اسانيو په اړه بريفنګ هم وركړو۔ په دستوره كښې د پوهنتون صدور٬ د پوهنتون د سعودي فيکلټۍ غړو او نورو لوړ پورو هم ګډون وكړو







