اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) خارجه چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ د پاكستان او سعودي ترمېنځه د شريكې دفاعي او د امنيتي مرستې د لوظنامې هركلي كولو سره دا باور څرګند كړے چې دې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ د كمېټۍ 14مه غونډه د نهې په ورځ د حنا رباني کھر په مشرۍ كښې وشوه ٬ كمېټۍ د مېنځنۍ آسياء رياستونو سره تجارت …
خارجه چارو لپاره قائمه كمېټۍ د پاكستان او سعودي د دفاعي او امنيتي مرستې د لوظنامې هركلے وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) خارجه چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ د پاكستان او سعودي ترمېنځه د شريكې دفاعي او د امنيتي مرستې د لوظنامې هركلي كولو سره دا باور څرګند كړے چې دې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ د كمېټۍ 14مه غونډه د نهې په ورځ د حنا رباني کھر په مشرۍ كښې وشوه ٬ كمېټۍ د مېنځنۍ آسياء رياستونو سره تجارت او روابط مضبوطولو لپاره روان اقدامات سره سره په نړيواله او سيمه ايزه كچه د پاكستان د سفارتي مصروفيات جاج واخست۔ كمېټۍ ته په سيمه ايزو رابطو د بريفنګ په مهال د ممكنه تجارتي او ټرانزټ روټس په اړه هم ووئېل شول چې ځېنې آپريشنل چيلنجز حل كولو سره څنګه پاكستان د اوږدې د مودې سيمه ايزو روابطو مركز جوړېدو خپل مقصد ترلاسه كولو جوګه كېدے شي۔ د كمېټۍ په غونډه كښې د پارلماني غړو سره سره اړوندو چارواكو هم ګډون وكړو ۔







