د قامي روغتيا وفاقي وزیر سید مصطفیٰ کمال د قازقستان سفیر یرژان کیستافین سره ملاقات،په دوه اړخيزه مرسته او د شريكې خوښې په چارو د خیالاتو څرګندونه

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزیر سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي د پاکستان صحت په څانګه كشې نړيواله شراکت داری لويې اهميت لري،دا ډول لوظنامې د پاکستان صحت نظام لا قوي كولو كښې په زړه پورې كردار لري۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د قازقستان سفیر یرژان کیستافین سره ملاقات په مهال كړي۔په دې موقع د صحت په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستي او د …

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزیر سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي د پاکستان صحت په څانګه كشې نړيواله شراکت داری لويې اهميت لري،دا ډول لوظنامې د پاکستان صحت نظام لا قوي كولو كښې په زړه پورې كردار لري۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د قازقستان سفیر یرژان کیستافین سره ملاقات په مهال كړي۔په دې موقع د صحت په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستي او د شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔دواړو هېوادونو ترمينځه مجوزه مفاهمتي یادداښت (ایم او یو) په اړه هم خبري اترې وشوې چې مقصد ئې طبی تحقیق، د طبی عملې تربیه ، تکنیکي معاونت او نورو څانګو كښې شريكې مرستي ته وده وركول دي۔دواړو ډلو د ملاقات په اختتام مفاهمتی یادداښت ته زر تر زره حتمی شکل وركولو ته اتفاق وكړو،دا شراکت داري به د دواړو هېوادونو اولس لپاره ګټه وره ثابت شي۔ قازقستان سفیر ووئيل زه غواړم چې زمونږ د صحت وزير او ستاسو د صحت څانګه په ګډه كار وكړي او د يو بل د تجربو څخه استفاده وكړي۔

مزید خبریں