د قامي اسمبلۍ سپیکر د سعودي عرب مفتي اعظم شیخ عبد العزیز بن عبدالله الشیخ په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د سعودي عرب مفتي اعظم شیخ عبد العزیز بن عبدالله الشیخ په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د نهې په ورځ د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده د سعودي قیادت، پارلیمان او اولس سره غمرازي ښكاره كولو كښې ده د مفتي اعظم شیخ عبد العزیز بن عبدالله خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل …

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د سعودي عرب مفتي اعظم شیخ عبد العزیز بن عبدالله الشیخ په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د نهې په ورځ د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده د سعودي قیادت، پارلیمان او اولس سره غمرازي ښكاره كولو كښې ده د مفتي اعظم شیخ عبد العزیز بن عبدالله خذمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د مفتي اعظم شیخ عبد العزیز بن عبدالله الشیخ علمي ، فقهي او مذهبي خذمات د ټولو مسلمانانو لپاره د لارې مشال دي ۔مفتي اعظم تر ټولو زيات د حج خطبه وركولو اعزاز ترلاسه كړے۔د حج خطبه د لارې کروړونو مسلمانان د اسلامي تعلیمات څخه خبرول د مفتي اعظم عظیمه کارنامه ده۔ د سعودي مفتي اعظم په مړينه پاکستان پارلیمان او اولس غمجن دے۔ د مفتي اعظم مړينه د مسلمانانو لپاره لويې زيان دے۔د پاکستان اولس د مفتي اعظم شیخ عبد العزیز بن عبدالله الشیخ سره د احترام او عقیدت رشته لرله۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق د سعودي قیادت او اولس سره د بشپړه يووالي څرګندوني سره ووئيل په دې سخت وخت كښې د سعودی حکومت او ارواښاد كورنۍ سره په دې غم كښې شريك يو۔ده دعا اوكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مزید خبریں