ګوانګ ژو 23 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ ، اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزیر پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان او د چين ملګرتيا د غرونو څخه دنګه او سمندرو څخه ژوره ده،اوس د جینومکس په مرسته به د پاك چین ملګرتيا د انساني جینوم په څير معنی لرونكي شوې۔د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وزارت د اړخه جاري بيان له مخې دا خبره ده د نهې …
وفاقی وزیراحسن اقبال د بیجنګ جینومکس انسټی ټیوټ هیډکوارټر دوره، ادارې د پاکستان پوهانو لپاره د 500 سکالر شپس اعلان وكړو

مزید خبریں
ګوانګ ژو 23 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ ، اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزیر پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان او د چين ملګرتيا د غرونو څخه دنګه او سمندرو څخه ژوره ده،اوس د جینومکس په مرسته به د پاك چین ملګرتيا د انساني جینوم په څير معنی لرونكي شوې۔د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وزارت د اړخه جاري بيان له مخې دا خبره ده د نهې په ورځ ګوانګ ژو كښې د بیجنګ جینومکس انسټی ټیوټ (بی جی آئی) هیډکوارټر دورې په موقع كړې۔په دې موقع د انسټی ټیوټ د اړخه د پاکستان پوهانو لپاره د 500 تربیتي سکالرشپس وركولو اعلان هم وشو ۔وفاقي وزیر په دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل جینومکس كښې مرسته د پاك چین ملګرتيا كښې يو نوے باب دے،دواړه هېوادونه د سړكونو او بجلی ګھرو جوړولو سره مخ په وړاندې تللو سره د ژوند بنیادی نقشه پيژندلو پلو روان دي، سی پیك 2.0 د جینومکس او بایوټیکنالوجی د لارې صحت، غذائي تحفظ او په جدت اډانه د روښانه سباؤن ضمانت دے۔







