د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د ملګرو ملتونو ريزيډنټ كوآرډينيټر محمد يحييٰ سره ملاقات، پاكستان كښې په روان پروګرامز د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك په پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ريزيډنټ كوآرډينيټر او هيومينيټيرين كوآرډينيټر محمد يحييٰ سره ملاقات كړې۔د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون وزارتِ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په دې مهال محمد يحييٰ په دې خبره رڼا واچوله چې دا مهال د ملګرو ملتونو 24 ادارے پاكستان كښې كار كوي او د پاكستان …

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك په پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ريزيډنټ كوآرډينيټر او هيومينيټيرين كوآرډينيټر محمد يحييٰ سره ملاقات كړې۔د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون وزارتِ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په دې مهال محمد يحييٰ په دې خبره رڼا واچوله چې دا مهال د ملګرو ملتونو 24 ادارے پاكستان كښې كار كوي او د پاكستان پرمختګ او استحكام سره سره موسمياتي بدلون چيلنجونو مخنيوي كښې معاونت ته خاص پام لرنه كوي۔وفاقي وزيرِ او د ملګرو ملتونو ريزيډنټ كوآرډينيټر ترمينځه د ملګرو ملتونو په پاكستان كښې په لويه توګه په روانو پروګرامونو تفصيل سره خبري اتري وشوي۔په دې مهال د دغه پروګرامونو د كار دائره ، عمل درآمد تګلاري ، اثرات او په مستقبل ترجيحات د خيالاتو څرګندونه وشوه دغسې چې موسمياتي موافقت، زيانونو كښې كمې او كوټلي پرمختګ په څانګو مرسته لا كوټلې كړې شي۔ محمد يحييٰ په دې موقع د دې عزم پخلے وكړو چې ملګري ملتونه به د پاكستان موسمياتي ايجنډے بشپړه حمايت روان ساتي او حكومتِ پاكستان سره به د كار نزدې اشتراك د لارې ماحولياتي پائيداري شريك اهداف مخ په وړاندې بوځي۔

مزید خبریں