ملګري ملتونه 23 ستمبر (اے پي پي) پاكستان د روس د اړخه په ښكاره ډول د پولينډ او رومانيه فضائي حدود خلاف ورزۍ نه پس د نور تاؤ ترېښوالي څخه بچ كيدو لپاره د خبرو اترو او تحمل څخه د كار اخستلو په حاجت زور راوړې۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوب عاصم افتخار احمد تيره ورځ د سلامتي كونسل هنګامي غونډي ته وينا كښې ووئيل جنګ بندۍ او …
سلامتي كونسل په غونډه كښې پاكستان د روس۔يوكرين جنګ كښې تاؤ ترېښوالي كمولو او تحمل څخه كار اخستلو اپيل وكړو

مزید خبریں
ملګري ملتونه 23 ستمبر (اے پي پي) پاكستان د روس د اړخه په ښكاره ډول د پولينډ او رومانيه فضائي حدود خلاف ورزۍ نه پس د نور تاؤ ترېښوالي څخه بچ كيدو لپاره د خبرو اترو او تحمل څخه د كار اخستلو په حاجت زور راوړې۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوب عاصم افتخار احمد تيره ورځ د سلامتي كونسل هنګامي غونډي ته وينا كښې ووئيل جنګ بندۍ او سفارتكارۍ پلو ستنيدل د كوټلې امن يواځنۍ لاره ده۔دا غونډه ’’نړيوال امن او سلامتيا ته پېښو خطرو ‘‘ايجنډے ترمخه رابللې شوي، د كومي لويه وجه چې په 19 ستمبر د روس MiG-31 الوتكو د اسټونيا فضائي حدود ښكاره خلاف ورزي وه،د كوم په اړه چې اسټونيا د يو خط د لارې سلامتي كونسل خبر كړې ؤ۔د پاكستان مندوب په خپل ريماركس كښې وئويل پاكستان د ملګرو ملتونو د ټولو غړو هېوادونو د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا حامي دے، د كوم احترام چې لازمي دے۔ده ووئيل په يوكرين كښې د روان جنګ څلورم كال پېل شوے۔دې جنګ سيمه ايز او نړيوال امن لپاره لوئ چيلنجونه پيدا كړې دي۔پاكستان څو ځل د دې شخړے منفي اثرات او د دې د ختمولو په حاجت زور راوړې دے۔







