اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د پاكستان او چين ترمېنځه لازواله او د ورورولۍ اړيكې د وياړ وړ دي، پاكستان چين سر خپله ’’ ګڼ اړخيزه ستراتېژكي شراكتداري" د لا قوي كولو عزم لري۔ دا خبرې ده د چين جوړېدو په 76مه سالګره د چين سفارت لخوا د استقباليه دستورې ته د خاص مېلمه په توګه كړې۔ په دې …
پاكستان او چين ګڼ اړخيزه سدا بهار ستراتېژكي مرسته او كلكه ورورولي لري : د سېنېټ چيئرمېن د بانيان پاك-چين دوستۍ ذوالفقار علي بھټو، ماٶ زے تنګ او چو اين لائي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي د پاكستان او چين ترمېنځه لازواله او د ورورولۍ اړيكې د وياړ وړ دي، پاكستان چين سر خپله ’’ ګڼ اړخيزه ستراتېژكي شراكتداري” د لا قوي كولو عزم لري۔ دا خبرې ده د چين جوړېدو په 76مه سالګره د چين سفارت لخوا د استقباليه دستورې ته د خاص مېلمه په توګه كړې۔ په دې موقع د چين سفير جيانګ زائي ډونګ، د بېلا بېلو هېوادونو سفيران٬ پارلماني غړي، اعليٰ شخصيات او د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكي كسان هم موجود وو۔ د سېنېټ چيئرمېن د پارلمان او اولس لخوا د چين قيادت، حكومت او اولس ته د زړه د كومي مباركي وركړه۔ ده په دې موقع ووئېل دا نن ورځ نه يوازې د چين لويو كاميابو ته د پېرزوئنې وراندې كولو ورځ ده بلكې د پاك-چين مثالي او د وخت هر آزمېښت له مخې د دوستۍ لا پخولو د عزم د تذكرې ورځ هم ده۔ ده ووئيل د پاكستان او چين ترمېنځه لازواله او د ورورولۍ اړيكې د وياړ وړ دي، پاكستان چين سره خپله ’’ ګڼ اړخيزه ستراتېژكي شراكتداري” د لا قوي كولو عزم لري۔ سید یوسف رضا ګېلانې ووئيل پاکستان چین سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري٬ كومه چې دواړو هېوادونو لپاره د وياړ خبره ده۔ د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګېلاني د چين د كال 1949ء راهسې روان په زړه پورې سفر ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده د بانيان پاك-چين دوستي ذوالفقار علي بھټو، ماٶ زے تنګ او چو اين لائي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چ د ماٶ زے تنګ نه وروستو راروان قیادت او په خاص توګه د صدر شي جن پنګ په زيرك قيادت كښې چين د كروړونو په شمېر كسان د غربت نه ويستلو سره د نړۍ د سپر پاور د وړومبي صف درجه ترلاسه كړې٬ دا كاميابۍ د يوې معجزې نه كمه نه ده ۔ ده د کمیونسټ پارټي آف چائنا (سي پي سي) په تاریخی کردار رڼا اچولو سره ووئيل اصلاحات، اختراعات او عملی طرز حکمرانۍ چين د پرمختګ لوړې كچې ته رسولے دے







