اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر وئېلي دي د چين سرمايه كارو ته هر ډول آسانۍ وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ٬د چين سرمايه كارو لپاره ويزه پالېسي ښه كړې شوې او اوس به وزټ او بزنس ويزه 24 نه تر 72 ساعتو كښې جاري كولې شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د چين ليپ ټاپس جوړونكې …
د چين سرمايه كارو ته هر ډول آسانۍ وركولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ۔ د هارون اختر خان د ليپ ټاپس جوړونكې چينائي كمپنۍ سي اي او سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر وئېلي دي د چين سرمايه كارو ته هر ډول آسانۍ وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ٬د چين سرمايه كارو لپاره ويزه پالېسي ښه كړې شوې او اوس به وزټ او بزنس ويزه 24 نه تر 72 ساعتو كښې جاري كولې شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د چين ليپ ټاپس جوړونكې كمپنۍ ايچ وائي ايف چيف ايګزيكټو افسر سره ملاقات كښې كړې۔په ملاقات كښې په پاكستان كښې ليپ ټاپس او ټيبلټس صنعت جوړولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه شووه ۔د چين ذكر كړې شوې كمپنۍ ليپ ټاپس٬فنګر پرنټ او ډيوائسز او ټيپلټس جوړولو كښې پوهه لري۔د ملاقات په مهال هارون اختر خان ووئېل وزيراعظم شهباز شريف هدايت كړے چې د چين سرمايه كارو ته هر ممكن آسانۍ وركړئ۔ده باور وركړو چې د چين سرمايه كارو ته آسانۍ وركولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي او د هغوي سرمايه كاري به په پاكستان كښې په بشپړه توګه محفوظ وي۔







