صوابي 22 ستمبر (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)د خېبرپښتونخوا صدر مير مقام وئېلي دي د كشمير مسئلې حل نه غېر په سيمه كښې امن ممكن نه دے٬كشمير د پاكستان شه رګ دے او د قائداعظم هم دغه فرمان د دې رشتې بنياد دے٬ كشمير آرفن ريليف ټرسټ سيون سټار فلاحي ماډل جوړ شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده صوابۍ كښې د …
سيمه كښې امن لپاره د كشمير مسئله حل كولو ته اړتيا ده٬كشمير آرفن ريليف ټرسټ سيون سټار فلاحي ماډل جوړ شوے۔انجينئر امير مقام

مزید خبریں
صوابي 22 ستمبر (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)د خېبرپښتونخوا صدر مير مقام وئېلي دي د كشمير مسئلې حل نه غېر په سيمه كښې امن ممكن نه دے٬كشمير د پاكستان شه رګ دے او د قائداعظم هم دغه فرمان د دې رشتې بنياد دے٬ كشمير آرفن ريليف ټرسټ سيون سټار فلاحي ماډل جوړ شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده صوابۍ كښې د كشمير آرفن ريليف ټرسټ جديد كمپليكس دورې او د يتيمانانو په درناوي كښې دستورې ته خطاب كښې كړې۔په دې موقع ده د ادارې خذمات ستائېلو سره ووئېل كشمير آرفن ريليف ټرسټ يتيمانانو له هغه آسانۍ وركړي چې د كومو تصور هم چا نه شو كولې٬دا اداره يو سيون سټار ماډل جوړ شوے ۔ده د كشمير آرفن رېليف ټرسټ چيئرمېن چوهدري محمد اختر ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل په دې كار خير كښې چې چا هم برخه اخستي هغه د ستائنې وړ دي ، ده ووئيل شانګله كښې د سېلاب له امله د ژوبل شوي ماشوم مرستې سره زما ذاتی تجربه دا ده چې داسې نيك كار انسان له روحاني سکون وركوي،انجینئرامیر مقام ووئيل جموں او کشمیر د پاکستان شه رګ دے او د قائداعظم دغه فرمان د دې رشتے بنیاد دے۔ده ووئيل کشمیر آرفن ریلیف ټرسټ د کشمیر سره تړون لرل دې مقصد او نظریې ته وده وركوي، کشمیر آرفن ریلیف ټرسټ خدمات ما ته د وزیراعظم شهباز شریف د دانش سکولونو يادګېرنه كوي،چرته چې غریبو او یتیمانانو له د اعلیٰ معیار تعلیم، خوراك او استوګنه وركړې كيږي۔ وفاقی وزیر ووئيل دلته څخه تعلیم ترلاسه كوونكې ماشومان به د پاکستان نامه روښانه كولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د كال 2005 زلزلې تباهي ما په خپلو سترګو ليدلي چې پكښې د خېبر پښتونخوا 5 ضلعو او آزاد کشمیر كښې په لويه توګه تباهی شوې وه ۔ ده ووئيل په زلزله كښې د یتیمانانو ماشومانو کفالت لپاره دوي میر پور آزاد کشمیر څخه كار پېل كړے ؤ او اوس په خېبر پښتونخوا كښې هم دا اداره كار كوي۔انجینئرامیر مقام ووئيل هند د مقبوضه کشمیر مسئله مړه ګڼله خو اوس ټولي نړۍ د هغې اهميت تسليم كړو، د کشمیر مسئلې حل كولو نه غير سيمه كښې امن نه شي راتللے،د کشمیر مسئله د جنګ د لارې نه بلكه د خبرو اترو د لارې حل كول غواړو۔ وفاقی وزیر ووئيل د نواز شریف په مشرۍ كښې او وزیراعظم محمد شهباز شریف په قیادت كښې هېواد قوي شوے او د پاکستان تشخص په نړۍ كښې ښكاره شوے،ده ووئيل د پاکستان په اولس چې څومره هم آفتونه او مشکلات راغلي،په دې كښې د پاك پوځ كردار ټولو ليدلے چې هغوې د اولس په خدمت كښې بوښت دي۔ انجینئرامیر مقام ووئيل مونږ له په ګده پاکستان لپاره كار كولو ته اړتيا ده،كه مونږ ټولو په ګډه د هېواد پرمختګ او سوكالۍ او سلامتيا لپاره كار وكړو نو هغه ورځ لري نه ده چې هېواد كښې سوكالي راشي۔دې څخه وړاندې د وفاقی وزیر تود هركلے وشو۔ده د ټرسټ کمپلیکس د بېلو برخو څلرنه وكړه او د کشمیر آرفن ریلیف ټرسټ چیئرمېن وفاقی وزیر له بریفنګ وركړو۔







