سعودي عرب سره شوې لوظنامه د وزیراعظم د محنت نتیجه ده۔د ريلوے وفاقی وزیر

پينډۍ 22 ستمبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزیر محمد حنیف عباسی وئيلي دي سعودي عرب سره شوې لوظنامه د وزیراعظم د محنت نتیجه ده كوم چې د ټول قام لپاره زيرے دے،د دې لوظې ترمخه د ريلوے پشمول په ټول څانګو كښې به د ښه والي او مرستي يو نوے دور پېل شي۔ده ووئيل د پاكستان ریلوے دې د 1978 راهسې سیفټي چیلنجونو باندې قابو موندلو له كوټلي …

پينډۍ 22 ستمبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزیر محمد حنیف عباسی وئيلي دي سعودي عرب سره شوې لوظنامه د وزیراعظم د محنت نتیجه ده كوم چې د ټول قام لپاره زيرے دے،د دې لوظې ترمخه د ريلوے پشمول په ټول څانګو كښې به د ښه والي او مرستي يو نوے دور پېل شي۔ده ووئيل د پاكستان ریلوے دې د 1978 راهسې سیفټي چیلنجونو باندې قابو موندلو له كوټلي تګلاره اختیار كړې۔ نارووال سیكشن ګټه ور ګرځولے شوے كوم چې به 25 اكتوبر بيا بحال شي ٬ دغسې تر 31 دسمبر به د 400 نوو كوچونه اپ ګریډیشن بشپړ شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پيندۍ ریلوے اسټیشن كښې د ټرین پرانستې نه پس میډیا سره خبرو كولې۔د ريلوے وزیر ووئيل كراچۍ، لاهور او پينډۍ اسټیشنز باندې د صفائی معیار ښه شوے٬ دغسې د سندھ حكومت په همكارۍ د كراچۍ جنكشن په اپ لفټنګ 80 كروړه روپۍ لګښت راغلے۔ده ووئيل كیریج فیكټري كښې جوړېدونكې 60 نوي كوچز به تر دسمبر قافله كشې شامل شي كوم به چې مسافرو له آرام لرونكې او د محفوظ مزل آسانۍ وركوي۔ده ووئيل شالیمار ایكسپریس، عوامي ایكسپریس او علامه اقبال ایكسپریس پشمول نورو ټرینونو كښې اصلاحات كیږي، د ریلوے ډرائیورز او اسټاف رننګ رومز اپ ګریډیشن عمل هم پېل كړے شوے۔ وفاقی وزیر ووئيل جدید ’’سېف اینډ سیكیور سسټم‘‘ معارفي كيږي چې له مخې به ئې د مسافرو د مخ او سترګو شناخت كيږي دغسې چې هغوې له محفوظ او جدید سهولیات لرونكې د مزل نظام وركړے شي۔

مزید خبریں