اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق د پاكستان پارلیمان او اولس د اړخه خادم الحرمین الشریفین شاه سلمان بن عبدالعزیز آل سعود، ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان، شاهی كورنۍ، مجلس شوریٰ او د سعودی عرب وروڼو له د سعودي عرب په 95مه قامي ورځ مباركي وركړې ده كومه چې په 23 ستمبر 2025ء لمانځلې كيږي۔د ګل په ورځ د مباركۍ په …
د پاكستان او سعودي عرب د ورورولۍ پخوانۍ اړيكي په شريكو مذهبي، اخلاقي او سماجي اقدارو اډانه دي ۔ د قامي اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق د سعودي عرب 95مي قامي ورځ په موقع مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق د پاكستان پارلیمان او اولس د اړخه خادم الحرمین الشریفین شاه سلمان بن عبدالعزیز آل سعود، ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان، شاهی كورنۍ، مجلس شوریٰ او د سعودی عرب وروڼو له د سعودي عرب په 95مه قامي ورځ مباركي وركړې ده كومه چې په 23 ستمبر 2025ء لمانځلې كيږي۔د ګل په ورځ د مباركۍ په خپل پیغام كښې ده ووئيل سږ كال د دې ورځې سرخط ” د سعودي مملكت يووالې او د ښه ورثې جشن” اتحاد، استقامت او د ثقافتي عظمت احساس سره ژور مطابقت لرل دي ۔د قامي اسمبلۍ سپیكر د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې رامخې ته كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په شريك مذهبی، اخلاق او سماجي اقدارو اډانه دي۔ده سعودی عرب يو اسلامی هېواد ګرځولو سره د هغه قیادت او اولس له د ’’خادمین حرمین شریفین‘‘ په توګه پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل سعودي عرب د نړۍ عظیم ثقافتي او اخلاقي وراثت وده او تحفظ كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي كوم سره چې مسلمانان ژور عقیدت او تړون لري۔د قامي اسمبلۍ سپیكر سردار ایاز صادق په 18 ستمبر 2025ء د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه په شوې “سټریټجك میوچول ډیفنس ایګریمنټ (اېس اېم ډی اے)” لاس ليك يوه تاریخي كاميابي ګرځولو سره د دواړو هېوادونو اعلیٰ سیاسي او عسكري قیادت له مباركي وركړه۔د قامي اسمبلۍ سپیكر دعا اوكړه چې لويې څښتن دې ټولي سيمي او په خاص توګه پاكستان او سعودی عرب له امن، اتحاد او پرمختګ وركړي۔ده د پاكستان سعودي عرب سره د ورورولۍ اړيكو لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو۔د قامي اسمبلۍ ډپټی سپیكر سید غلام مصطفیٰ شاه هم د سعودي قیادت، مجلسِ شوریٰ او اولس له په 95مه قامي ورځ مباركي وركړه ۔ده ووئيل پاكستان او سعودی عرب اړيكي په ایمان، اخوت او شريكې احترام اډانه دي او د پاكستان اولس د سعودي عرب خادمین حرمین شریفین كردار ته د قدر په سترګه ګوري۔ډپټی سپیكر ووئيل په شريكه سټریټجكي دفاعی لوظنامه لاس ليك د دواړو هېوادونو ترمينځه سټریټجكي مرستې او دفاعي شراكت دارۍ ته ودې وركولو پلو يو تاریخی ګام دے۔ ده د پاكستان-سعودی اړيكو لا استحكام او ټولو مسلمانانو پرمختګ او استحكام لپاره دعا اوكړه۔







