په ګرد هېواد كښې د صحت اسانيو وركولو دائره په تندۍ سره پراخه كولې شي ۔سید مصطفیٰ کمال

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزیرِ سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي په ګرد هېواد كښې د صحت اسنيو وركولو د كار دائره به تندۍ سره پراخه كولې شي او پاکستان د صحت نظام ښه كولو له به شريكه مرسته لا قوي كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ورلډ بینك اعلیٰ پائې پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه۔په دې موقع د پاکستان د صحت نظام …

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزیرِ سید مصطفیٰ کمال وئيلي دي په ګرد هېواد كښې د صحت اسنيو وركولو د كار دائره به تندۍ سره پراخه كولې شي او پاکستان د صحت نظام ښه كولو له به شريكه مرسته لا قوي كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ورلډ بینك اعلیٰ پائې پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړه۔په دې موقع د پاکستان د صحت نظام ښه كولو له په روانو اقداماتو او چیلنجونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وفاقی وزیر ووئيل نېشنل د هیلتھ سپورټ پروګرام مؤثره نفاذ باوري كولو لپاره دې د ورلډ بینك پروګرام موده تر يو كال پراخه كړې شي ۔دغسې د ورلډ بینك په درخواست مصطفیٰ کمال انټر منسټریل هیلتھ اینډ پاپولیشن کونسل په سمدستي توګه د فعالولو سپارښتنه وكړه ۔بین الصوبائي وزارتی غونډه به روانه اوونۍ رابللې شي دغسې چې د پالیسی په كچه كوټلے مشاورت باوري كړے شي۔ده ووئيل یونیورسل هیلتھ کوریج په اړه هم غونډه به دې اوونۍ كښې كېږي۔ ده ووئېل د ګلوبل فنانسنګ فیسیلټی ترمخه د ميرمنو او كم عمره ماشومانو صحت او غذائیت په اړه دې فوکل پرسن وټاكلے شي۔ د ورلډ بینك پلاوي راروانو 2 نه تر درېو مياشتو د يو ډونر کانفرنس کولو تجویز هم وركړو چې مقصد ئې د وفاقي وزیر راروانو دوه نه تر درېو كالو وژن رامخې كول دي او د پاکستان د روغتيا څانګه كښې شراکت دارۍ او د سرمایه کارۍ موقعې لټول دي۔وفاقي وزیر د دې تجویز هركلي كولو سره ډونرز کنفرنس کولو كښې د وزارت د اړخه د بشپړه مرستي باور وركولو سره ووئيل د روغتيا وزارت او ورلډ بانك ترمينځه نزدې رابطې او د معلومات تبادلې ته به وده وركولې شي

مزید خبریں