حېدرآباد 22 ستمبر (اے پي پي) د آئي ټي وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وېيلي دي ګرد هېواد كښې 8 انكيوبيشن سينټرز ځوانانو ته جديد اسانۍ او موقعې وركوي۔ دې دا خبره د ګل په ورځ نيشنل انكيوبيشن سينټر (اېن آئي سي) حېدرآباد كښې د اسټارټ اپس ګريجويشن دستوره كښې د خاص مېلمنې په توګه كړې۔ دا د اېن آئي سي د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزارت له …
ګرد هېواد كښې 8 انكيوبيشن سينټرز ځوانانو ته جديد سهوليات او مواقعې وركوي۔ شزا فاطمه خواجه

مزید خبریں
حېدرآباد 22 ستمبر (اے پي پي) د آئي ټي وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وېيلي دي ګرد هېواد كښې 8 انكيوبيشن سينټرز ځوانانو ته جديد اسانۍ او موقعې وركوي۔ دې دا خبره د ګل په ورځ نيشنل انكيوبيشن سينټر (اېن آئي سي) حېدرآباد كښې د اسټارټ اپس ګريجويشن دستوره كښې د خاص مېلمنې په توګه كړې۔ دا د اېن آئي سي د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزارت له مخې د اګنائټ منصوبې په توګه كار كوي۔ په دې موقع د وزارت اعليٰ چارواكي، اګنائټ، د اېل اېم كے ټي او د پي ټي سي اېل اعليٰ چاوراكو سره سره د سندھ پوهنتون وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر خليل الرحمان كھمباټي، د مهران يونيورسټي آف انجنيئرنګ اينډ ټيكنالوجي وائس چانسلر پروفيسر طحهٰ حسېن علي او په لويه كچه كارورباريان هم موجود وو۔وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه ووئيل حېدرآباد اسټارټ اپس د ځوانانو د صلاحيتونو او د عزم ثبوت دے۔ دې ووئيل ګرد هېواد كښې 8 انكيوبيشن سينټرز ځوانانو ته جديد سهوليات او موقعې وركوي چې له مخې يې د اربونو روپو منصوبې پېل شوي دي۔ شزا فاطمه په دې موقع ووئيل د وزيراعظم په امر اسټارټ اپس لپاره فنډ ريزنګ او د ځوانانو كاروباري تربيې ته خاص پاملرنه كوٶ۔ دې ووئيل هر كال د درې لكه نه زياتو ځوانانو ته د بېلا بېلو پروګرامونو تربيي وركولو سره هغوي خپلې كاروباري منصوبې پېل كوي٬ دې زياته كړه چې د ډيجيټل پاكستان ايكټ مقصد د عامو وګړو په ژوند كښې آسانۍ او سپېځلتيا راوستل دي۔ په دې موقع د سي اي او ايګنائټ رفيق احمد بُررو ٬ د اېل ايم كے ټي نائب صدر عاصم اسحاق خان ٬ د اېن آئي سي حيدرآباد پراجيكټ ډائريكټر سيد ثنا شاه هم وېنا وكړه۔ د دستورې په پائي كښې ګريجوئټس ته سندونه وركړے شول او د اېن آئي سي په درې كاله ترسره كېدو كېك هم پرې كړے شو ۔ د دې نه پس وفاقي وزيرې د مختلف سټاكز دوره هم وكره او د انتظاميه څخه ئې د دې پراجيكټس په اړه تفصيلي معلومات ترلاسه كړل۔







