د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی سره د آسټریليا هائی کمشنر نیل هاکنز ملاقات، پاکستان او آسټریلیا ترمينځه تجارت، تعلیم، دفاع او ماحولیاتی مرستي ته لا ودي وركولو په حاجت زور

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي چې پاکستان آسټریلیا سره خپلي اړيكې مهمي ګڼي، پارلیمانی ملګرتيا ګروپس به نور هم فعاله كولې شي، پارلیمانی پلاويو باقاعدہ تبادلو سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه شريكې همغږۍ او خيرسګالۍ ته وده ترلاسه شي۔د ګل په ورځ د سېنېټ سیکرټریټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د آسټریلیا …

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي چې پاکستان آسټریلیا سره خپلي اړيكې مهمي ګڼي، پارلیمانی ملګرتيا ګروپس به نور هم فعاله كولې شي، پارلیمانی پلاويو باقاعدہ تبادلو سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه شريكې همغږۍ او خيرسګالۍ ته وده ترلاسه شي۔د ګل په ورځ د سېنېټ سیکرټریټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د آسټریلیا هائی کمشنر نیل هاکنز سره ملاقات په مهال وكړه چا چې د ګل په ورځ ده سره ملاقات كړې ؤ۔ ملاقات كښې دوه اړڅيزه اړيكي لا قوي كولو او بېلو څانګو كښې نوي موقعو لټولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوي۔په دې موقع د تجارت، تعلیم، دفاع، پارلیمانی مرستي ، ثقافتی تبادلے، موسمیاتی بدلون او په اولسي كچه رابطو پھ شان په مهمو سرخطونو غور شوې۔د سېنېټ چیئرمېن ووئيل پاکستان آسټریلیا سره خپلې اړيكې مهمي ګڼي۔ده د پاکستان او آسټریلیا تاریخی اړيكې رامخې ته كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينه په 1948ء كښې سفارتی اړيكې جوړې وشي وي كومي چې وخت سره سره لا قوي شوي۔دفاعی څانګه كښې په مرسته زور راوړلو سره د سېنېټ چیئرمېن ووئيل پاکستان او آسټریلیا ترمينځه دفاعی رابطي بايد لا زياتي شي۔ده د پاکستان لپاره د آسټریلیا پرمختيائي معاونت هم وستائلو۔ده ياد تازه كړل چې د سپيكر په حیثیت زما د اسټريليا سركاري دورے سره دوه اړخيزه پارلماني اړيكي لا زيات شوې ؤ۔ یوسف رضا ګیلانی د اعلیٰ كچې پلاويو تبادلے په تندولو،كلنې شريكې پارلیماني غونډي ته ادارہ جاتی شکل وركولو او موضوعاتی ورکنګ ګروپس جوړولو په حاجت هم زور راوړې شو۔په دې موقع د سېنېټ چیئرمېن د آسټریليا هائی کمشنر له راروان بین الپارلیمانی سپیکرز کنفرنس (آئی اېس سی) په اړه هم بريفنګ وركړو كوم به چې سږ كال نومبر كښې كيږي۔د ملاقات په اختتام دواړو لارښودو د پاکستان او آسټریلیا اړيكي لا لا مستحکمولو او نړيوال او سيمه ايز امن لپاره شريكو هڅو روانو ساتلو د عزم څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں