اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي)د تعليم او پيشه ورانه تربيې وزير مملكت وجيهه قمر سره د قطر چيريټي كنټري ډائرېكټر امين عبدالسلام په اسلام آباد كښې ملاقات كړے۔ ملاقات كښې پاكستان كښې د تعليمي څانګې په بابله د مرستې لا قوي كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔په ملاقات كښې په خاص توګه د ماشومانو سكولونو ته د نه تللو په مسئله٬ د بنيادي تعليم په وده ٬ …
وزير مملكت وجيهه قمر سره د قطر چيريټي كنټري ډائرېكټر امين عبدالسلام ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي)د تعليم او پيشه ورانه تربيې وزير مملكت وجيهه قمر سره د قطر چيريټي كنټري ډائرېكټر امين عبدالسلام په اسلام آباد كښې ملاقات كړے۔ ملاقات كښې پاكستان كښې د تعليمي څانګې په بابله د مرستې لا قوي كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔په ملاقات كښې په خاص توګه د ماشومانو سكولونو ته د نه تللو په مسئله٬ د بنيادي تعليم په وده ٬ د غېر رسمي تعليمي موقعو په پراختيا٬ په ابتدائي عمر كښې تعليم او د ټيكنيكل و ووكيشنل ايجوكېشن اينډ ټريننګ د لارې د هنرمندۍ په وده خبرې وشوې۔وجيهه قمر د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د تعليم په څانګه كښې د حكومت په تړون رڼا واچوله۔دې ووئيل د سكول څخه بهر ماشومان د تعليم پلو بوتلل او په هنر اډانه تعليم ودې ته حكومت پام لرنه كوي ۔وفاقي وزير مملكت پاكستان كښې د تعليم په څانګه كښې د قطر چيريټي هڅې وستائېلې۔دې پبلك پرائيويټ پارټنرشپ او نړيواله مرسته د تعليم پرمختګ لپاره مهمه وګرځوه ې۔په دې موقع امين عبدالسلام په پاكستان كښې د قطر چيريټي په روانو پروژو بريفنګ وركړو او تعليم وزارت سره په ګډه موثر اقدامات روانه ساتلو له يې د عزم څرګندونه وكړه۔دواړو ډلو په تعليمي څانګه كښې د شريكې مرستې نوې امكانات لټوولو او په مربوط ډول مخ په وړاندې تللو ته اتفاق وكړو ۔







