د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د امريكې ناظم الامور نيټلي اے بيكر ملاقات د ٬شراكتدارۍ او سرمايه كارۍ په موقعو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د امريكې ناظم الامور نيټلي اے بيكر ملاقات كړے چې پكښې په شراكتدارۍ٬سرمايه كارۍ او د روزګار په موقعو هم د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په ملاقات كښې نيټلي اے بيكر د پاكستان ريلوے د لارې د سيمه ايزو روابطو په وده تفصيلي بريفنګ وركړو ۔په دې موقع د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي ووئيل شراكتداري …

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د امريكې ناظم الامور نيټلي اے بيكر ملاقات كړے چې پكښې په شراكتدارۍ٬سرمايه كارۍ او د روزګار په موقعو هم د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په ملاقات كښې نيټلي اے بيكر د پاكستان ريلوے د لارې د سيمه ايزو روابطو په وده تفصيلي بريفنګ وركړو ۔په دې موقع د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي ووئيل شراكتداري به د نوې سرمايه كارۍ او روزګر موقعې راپېدا كړي۔د امريكې ناظم الامور د پاكستان ريلوے سټريټجك په اهميت هم اتفاق وكړو ۔د امريكې ناظم الامور د پاكستان ريلوے سره د مرستې خوښي څرګنده كړه ۔د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي ووئيل د ريلوے په څانګه كښې شراكتدارۍ څخه به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔د امريكې ناظم الامور ووئيل د ريلوے كاميابۍ څخه به د هېواد معيشت ته هم تقويت ترلاسه شي۔د ريلوے وزير نيټلي اے بيكر ته ووئيل پاكستان ريلوے كښې ټول پرمختيائي اقدامات د وزيراعظم وژن له مخې كيږي۔پاكستان ريلوے كښې جديد ډيجيټائزېشن عمل پېل كړے شوے ۔ريلوے او ويټ منيجمنټ كمپنو سره لوظ نامه شوي ٬ د ريلوے سټيشنز پاكوالي لپاره مؤثر اقدامات شوي٬په لويو سټيشنز ايګزيكټو سي آئي پي لاونچز او جديد ويټنګ ايرياز٬ ایسکلیټر٬جديد مانيټرنګ سستم جوړولې شي۔ په 40 لويو ريلوے سټېشنز به مسافرو لپاره وړيا د وائي فائي آسانۍ وركړے كېږي۔دغسې د امريكې ناظم الامور نيټلي اے بيكر د پاكستان ريلوے اصلاحاتي هڅې وستائېلې۔
۔

مزید خبریں