نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مه غونډه كښې ګډون لپاره نیویارك ته ورسيد

نیویارك 22 ستمبر (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مه غونډه كښې ګډون لپاره نیویارك ته رسيدلے دے، غونډه به د 22 نه تر 26 ستمبر 2025 روانه وي،د پاکستانی پلاوي مشري به وزیراعظم محمد شهباز شریف کوي۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري بيان له مخې نیویارك ته په رسيدو ملګرو ملتونو كښې د پاکستان …

نیویارك 22 ستمبر (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مه غونډه كښې ګډون لپاره نیویارك ته رسيدلے دے، غونډه به د 22 نه تر 26 ستمبر 2025 روانه وي،د پاکستانی پلاوي مشري به وزیراعظم محمد شهباز شریف کوي۔د ګل په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري بيان له مخې نیویارك ته په رسيدو ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد، امریکا كښې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ او د پاکستان سفارت خانې اعلیٰ چارواكو د نائب وزیراعظم او خارجه وزير هركلے وكړو۔نیویارك كښې به نائب وزیراعظم او خارجه وزير زيات مصروف وخت تيروي۔بېلو ملاقاتونو او هلو ځلو كښې د وزیراعظم سره ګډون نه علاوه به نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار به ګڼو وزارتی او اعلیٰ پائې غونډو كښې د پاکستان نمائندګی کوي،د هغه د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره زيات ملاقاتونه هم شيډول دي۔

مزید خبریں