اسلام آباد /کوئټه 21 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ لنډمهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر د كوئټې اوسنۍ دورے په مهال د شهيد ميجر انور كور ته تللو سره فاتحه خواني وكړه۔د سېنېټ سيکټريټ جاري شوې بيان له مخې په دې موقع هغه د شهيد لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ د پاکستان د تاريخ روښانه بابونه دي،په كوم چې ټول قوم فخر كوي۔ده ووئيل زمونږ ځوانانو …
د سېنېټ لنډمهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر د ميجر انور کورنۍ سره لاس نيوه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد /کوئټه 21 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ لنډمهاله چيئرمېن سيدال خان ناصر د كوئټې اوسنۍ دورے په مهال د شهيد ميجر انور كور ته تللو سره فاتحه خواني وكړه۔د سېنېټ سيکټريټ جاري شوې بيان له مخې په دې موقع هغه د شهيد لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ د پاکستان د تاريخ روښانه بابونه دي،په كوم چې ټول قوم فخر كوي۔ده ووئيل زمونږ ځوانانو د خپلو ځانونو قربانۍ وركولو سره نه يواځې د هېواد د پولو حفاظت کړې بلکه د نوي نسلونو سباؤن ئې ههم محفوظ كړې۔د شهيدانو يادونه به عمر له ژوندې وي او د هغوې د قربانۍ جذبه به د قومي رهنمائي ذريعه جوړيږي۔د خپلې دورے په مهال سيدال خان ناصر د خپلي سيمي معززينو، قبائلي مشرانو او نورو مهمو شخصياتو سره ههم ملاقاتونه وكړل۔سيدال خان ناصر په دې موقع د دې عزم څرګندونه وكړه چې قومي يووالې ،شريك احترام او قربانيو جذبے ته ودي وركولو سره به د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره كار روان ساتلے شي۔







