وزيراعظم شهباز شريف به د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مه غونډه كښې د کشمير او فلسطين مسئلې رامخې ته كوي ۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف به د 22 نه تر 26 ستمبر 2025 نيويارك كښې كيدونكې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مه غونډې هائي ليول سيګمنټ كښې د پاکستان پلاوي مشري كوي۔هغه سره نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، نور وزيران او سينئر چارواكي هم دي۔د خارجه وزارت جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم به په خپله وينا كښې په نړيوالي …

اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف به د 22 نه تر 26 ستمبر 2025 نيويارك كښې كيدونكې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 80مه غونډې هائي ليول سيګمنټ كښې د پاکستان پلاوي مشري كوي۔هغه سره نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، نور وزيران او سينئر چارواكي هم دي۔د خارجه وزارت جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم به په خپله وينا كښې په نړيوالي ورورولۍ زور راوړي چې د هند غير قانوني تسلط كښې جموں او کشمير او فلسطين كښې اولس د خپلواكۍ حق څخه محروم ساتلو او اوږدې مودې قبضے مسئلو سمدستي حل ولټوي۔هغه به په خاص توګه د غزه سنګين بحران پلو د نړۍ پام راګرځوي او فلسطينيانو مشکلات ختمولو له به د پريكړې وړ اقدامات په حاجت زور راوړي۔دې نه ځانله وزيراعظم شهباز شريف به سيمه ايزې سلامتيا، ماحولياتي بدلون،ترهه ګرۍ، اسلاموفوبيا او كوټلي پرمختګ په شان په مهمو نړيوالو مسئلو د پاکستان مؤقف وړاندې كوي۔وزيراعظم به جنرل اسمبلۍ غونډې په موقع ګڼ اعليٰ پائې دستورو كښې هم ګډون كوي چې پكښې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل غونډه، ګلوبل ډويلپمنټ انيشي ايټو (GDI) اعليٰ پائې غونډه او ماحولياتي اقدامات په اړه خاص غونډه شامل ده۔هغه به سيمه ايز او نړيوال امن و سلامتيا په اړه په چارو د خيالاتو څرګندوني لپاره اسلامي هېوادونو منتخب لارښودو سره د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات كښې هم ګډون كوي۔د غونډې په موقع به وزيراعظم بېلو لارښودو او ملګرو ملتونو اعليٰ چارواكو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔د وزيراعظم دا ګډون د نړيوالو لارښودو تر ټولو لويه كلنه غونډه كښې د پاکستان ګڼ اړخيزه نظام او ملګرو ملتونو سره د قوي تړون عزم رامخې ته كوي او امن او پرمختګ شريك مقصدونو لپاره د پاکستان پخوانې کردار په ډاګه كوي۔

مزید خبریں