کاشغر 20 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری د کاشغر یونیورسټۍ دوره وكړه او د سائنس، انجینئرنګ، ټیکنالوجی، زراعت، سماجی علوم، فنون، موسیقی او ثقافت پشمول بېلو څانګو كښې د یونیورسټۍ کردار ئې وستائلو۔ ده ووئيل دا اداره پاکستان تر ټولو نزدې د چین یونیورسټۍ په حيث د دواړو هېوادونو ترمينځه علمی و ثقافتی تبادلے ته وده وركولو كښې د پل كردار ترسره كوي۔د خالي په ورځ …
صدر آصف علی زرداری د کاشغر یونیورسټۍ دوره وكړه

مزید خبریں
کاشغر 20 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری د کاشغر یونیورسټۍ دوره وكړه او د سائنس، انجینئرنګ، ټیکنالوجی، زراعت، سماجی علوم، فنون، موسیقی او ثقافت پشمول بېلو څانګو كښې د یونیورسټۍ کردار ئې وستائلو۔ ده ووئيل دا اداره پاکستان تر ټولو نزدې د چین یونیورسټۍ په حيث د دواړو هېوادونو ترمينځه علمی و ثقافتی تبادلے ته وده وركولو كښې د پل كردار ترسره كوي۔د خالي په ورځ د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې کاشغر یونیورسټۍ ته په رسيدو د یونیورسټۍ سیکرټری ډنګ بانګ وین، کاشغر كښې د کیمونسټ پارټی آف چائنه ( سی پی سی) سیکرټری یاو نِنګ،فیکلټی او زدكونكو د صدر آصف علی زرداری هركلے وكړو۔ صدر مملکت ته د یونیورسټۍ تاریخ او هلو ځلو په اړه بریفنګ كښې وئويل شول چې دا اداره 1962 كښې جوړه شوې او 2015 كښې ئې د یونیورسټۍ درجه ترلاسه كړي۔په درې کیمپسز مشتمل په دې اداره كښې دا مهال 40 زره څخه زيات زدكونكي زدكړي ترلاسه كوي دغسې سباؤن كښې دتا شميره تر 50 زره رسيدو هيله لرو۔ صدر مملکت زرداری د سائنس، انجینئرنګ، ټیکنالوجی، زراعت، سماجی علوم، فنون، موسیقی او ثقافت پشمول بېلو څانګو كښې د یونیورسټۍ کردار وستائلو۔ده د پاکستان۔چین اسټریټجکي کوآپریټو پارټنرشپ په اهمیت زور راوړلو سره وئيلي چې په ځوانانو او تعليم سرمایه کاری به د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې اړيكې لا مستحکم كړي۔ده په یونیورسټۍ كښې جوړ د سی پیك سینټر ذکر وكړو كوم چې د بیلټ اینډ روډ انیشی ایټو ترمخه تحقیق او مرسته مخ په وړاندې بوځي۔ صدر مملکت آصف علی زرداری د پاکستان زدكونكو سره هم ملاقات وكړو كوم چې ګلګت، هنزه، دیر او چترال څخه تعلق لري۔زدكونكو ووئيل زمونږ تعلیم او رهائش خرڅونه د چین حکومت برداشت کوي او مونږ له وظیفه هم راكوي۔ صدر سره سینیټر سلیم مانډوی والا، د سندھ صوبائسي وزير سید ناصر حسین شاه، پاکستان او چين سفیران هم موجود وو۔







