اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقی وزیرِ سید مصطفیٰ کمال د ایچ پی وی ویکسین په اړه خپري شوې ټولي ډنډورې په ښه ډول رد کولو سره خبلي لور ته ایچ پی وی ویکسین لګولو سره نه يواځې قوم له باور وركړو بلکه يو واضحه پیغام ئې وركړو چې دا ویکسین بالکل محفوظ دې او په دې اړه خپري شوې ډنډورې بے بنسټه دي۔د روغتيا وزير …
د روغتيا وفاقی وزیرِ خپلي لور ته د ایچ پی وی ویکسین لګولو سره منفی پروپیګنډه رد کړه
اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقی وزیرِ سید مصطفیٰ کمال د ایچ پی وی ویکسین په اړه خپري شوې ټولي ډنډورې په ښه ډول رد کولو سره خبلي لور ته ایچ پی وی ویکسین لګولو سره نه يواځې قوم له باور وركړو بلکه يو واضحه پیغام ئې وركړو چې دا ویکسین بالکل محفوظ دې او په دې اړه خپري شوې ډنډورې بے بنسټه دي۔د روغتيا وزير د يوې دستورې په مهال د میډیا په وړاندې د ویکسینیشن عمل مشاهده وكړھ۔په دې موقع ده ووئيل كه دا ویکسین ښه نه وې نو مونږ به خپلو بچو ته ولي لګولې؟ مونږ يواځې د اولس څخه هيله نه لرو بلکه پخپله هم په دې مهم كښې تر ټولو وړاندې يو۔ سید مصطفیٰ کمال ووئيل ایچ پی وی ویکسین د نړۍ 125 څخه زياتو هېوادونو كښې استعماليږي او د دې مثبت نتيجې رامخې ته كيږي۔ پاکستان كښې هم مونږ غواړو چې زمونږ د بچو ژوندج محفوظ وي۔ده ووئيل حکومت د اولس د صحت په اړه كوم هم اقدام له د سیاسی یا مذهبی رنګ وركولو سخته غندنه كوي۔










