اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د فتنه الهندوستان سره تعلق لرونكي خطرناك ترهه ګر ګل رحمان عرف استاد مرید د افغانستان په صوبه هلمند كښې په 17 ستمبر 2025 ناصافي مړ شوے د كوم چې ذريعو تصدیق كړې دے۔ ذريعو له مخې ګل رحمان نه يواځې د فتنه الهندوستان آپریشنل كمانډر او ټرینر وو بلكه هغه د جعفر ایكسپریس بريد ماسټر مائنډ هم ګرځولې شوې،دې نه ځانله هغه …
فتنه الهندوستان مهم ترهه ګر ګل رحمان عرف استاد مرید افغانستان كښې مړ شو
اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د فتنه الهندوستان سره تعلق لرونكي خطرناك ترهه ګر ګل رحمان عرف استاد مرید د افغانستان په صوبه هلمند كښې په 17 ستمبر 2025 ناصافي مړ شوے د كوم چې ذريعو تصدیق كړې دے۔ ذريعو له مخې ګل رحمان نه يواځې د فتنه الهندوستان آپریشنل كمانډر او ټرینر وو بلكه هغه د جعفر ایكسپریس بريد ماسټر مائنډ هم ګرځولې شوې،دې نه ځانله هغه پاكستان كښې په سكیورټی فورسز، چینائي وګړو،مهمو تنصیباتو او بے ګناه وګړو د ترهه ګرۍ بريدونو كښې ككړ ؤ۔ ذريعو له مخې ګل رحمان په نګرانۍ كښې شوي لويو كاروائیو كښې جعفر ایكسپریس بمي چاؤدنه ، كراچۍ كښې د چین په قونصلیټ بريد ، ګوادر پی سی هوټل بريد ، خضدار كښې د سكول په بس چاؤدنه، كنفیوشس انسټیټیوټ كراچۍ كښې بريد ، پاكستان سټاك ایكسچینج بريد او كوئټه ریلوے سټیشن كښې بمي چاؤدنه شامل دي۔ ذريعو ووئيل د فتنه الهندوستان مجید بریګیډ كوم چې د دې ترهه ګر تنظیم عسكری ونګ دے، امریكا نړيوال ترهه ګر تنظیم ګرځولې دغسې پاكستان او چین هغه د ملګرو ملتونو ترهه ګر فهرست كښې شاملولو باضابطه غوښتنه هم كړي۔د پاكستان چارواكو د دې پیشرفت هركلې كولو سره يو ځل بيا په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې فتنه الهندوستان په شان نیټ وركس او د هغې د سهولت كارو په ضد كوټلي ګامونه پورته كړي دغسې چې سيمه كښې امن و استحكام ممكن شي۔










