اوسني سېلاب په هېواد كښې لويه تباهی خپره كړي،د ځپليو آبادكارۍ لپاره به تر آخري وخت هغوې سره يو۔لنډمهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی

ملتان 20 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي اوسني سېلاب په هېواد كښې لويه تباهی خپره كړي،د ځپليو آبادكارۍ لپاره به تر آخري وخت هغوې سره يو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ملتان كښې ځپليو له د خوراك او بنیادی څيزونو وركولو په اړه دستوري ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د قومی اسمبلۍ غړے سید عبدالقادر ګیلانی ،د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ …

ملتان 20 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي اوسني سېلاب په هېواد كښې لويه تباهی خپره كړي،د ځپليو آبادكارۍ لپاره به تر آخري وخت هغوې سره يو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ملتان كښې ځپليو له د خوراك او بنیادی څيزونو وركولو په اړه دستوري ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د قومی اسمبلۍ غړے سید عبدالقادر ګیلانی ،د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ چئیرمېن او صوبائی اسمبلۍ غرے سید علی حیدر ګیلانی او د صوبائی اسمبلۍ غړی كامران مړل پشمول سياسي او سماجی لارښود او د سيمې مشران هم موجود وو۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل دا مهال ټول هېواد كښې سېلاب راغلے ، د وګړو زمكي،كورونه ، څاروي او كاروبار ختم شوے،په دې مشكل وخت كښې مونږ د سېلاب ځپليو سره يو او هغوي سره به ولاړ يو۔ده ووئيل د چا چې ځاني یا مالی زيان شوې وي د هغوي په غم كښې برابر شريك يو،زه باور وركوم چې د هغوي تر خپلو كورونو ته ستنيدو به آرام سره نه كېښنو۔ده د فارمرز ډویلپمنټ آرګنائزیشن او پاكستان پاورټی ایوی ایشن كردار ستائلو سره ووئيل يواځې حكومت په دې سخت حالاتو قابو نه شي موندلې،فلاحی ادارو كردار د ستائنې وړ دے كومو چې د ځپليو مرسته كړي او د هغوي ئې خيال ساتلے۔