لاهور 19 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن حافظ علاميه محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د پاكستان او سعودي لوظنامې د ګرېټر اسرائيل منصوبه دفن كړه٬ سعودي عرب سره سفارتي نه د ايمان او عقېدس اړيكې لرو ،د پاکستان بنياد په کلمه طيبه اېښودے شوے، مونږ له خپل ځان كښې وحدت او اتحاد پېدا كول دي او د غلطو څخه زده كړه كول دي۔ دا خبره …
د پاكستان او سعودي لوظنامې د ګرېټر اسرائيل منصوبه دفن كړه٬ سعودي عرب سره سفارتي نه د ايمان او عقېدې اړيكې لرو ۔ علاميه طاهر محمود اشرفي

مزید خبریں
لاهور 19 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن حافظ علاميه محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي د پاكستان او سعودي لوظنامې د ګرېټر اسرائيل منصوبه دفن كړه٬ سعودي عرب سره سفارتي نه د ايمان او عقېدس اړيكې لرو ،د پاکستان بنياد په کلمه طيبه اېښودے شوے، مونږ له خپل ځان كښې وحدت او اتحاد پېدا كول دي او د غلطو څخه زده كړه كول دي۔ دا خبره د په ګرينډ جامع مسجد بحريه ټاٶن كښې د پاکستان سعودي دفاعي تړون په حواله د تشكر ورځ په موقع د جمعې په ورځ اجتماع ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه تاريخي دفاعي لوظنامه شوې ده ٬ په دې لوظنامه د وړاندې نه كار روان ٶ٬ دا تړون دواړو هېوادونو له خپله قامي سلامتيا زياتولو، په منطقه او نړۍ كښې سلامتيا او امن ترلاسه كولو لپاره د مشترکه عزم عکاسي كوي، دې لوظنامې سره به اسلامي نړۍ ته بشپړ طاقت ترلاسه شي٬ ده ووئېل زمونږ لپاره دا دفاعي لوظنامه دې لپاره تقدس لري چې دې كښې د حرمين الشريفين دفاع شامله ده۔ ده ووئيل د دې لوظنامې نه وروستو يو عرب لارښود ووئيل نن د اختر ورځ ده، د حرمين الشريفين د تحفظ اعزاز په ټولو اسلامي هېوادونو كښې د پاکستان په برخه ورسېد، په دې مونږ وزيراعظم شهباز شريف، فيلډ مارشل حافظ سيد عاصم منير او د سعودي ولي عهد او وزيراعطم محمد بن سلمان ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔









