لاهور 19 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ مور ساجده فاروق تارړ د پاکستان او سعودي عرب ترمېِنځه د فاعي تړون هركلي كولو سره دا لوظنامه خوشبينه ګرځولې ده۔ خپل يو بيان كښې دې ووئيل دا لوظنامه به نه يوازې د دواړو وروڼو هېوادونو اړيكو ته نوې اړخ وركړي بلكې په منطقه به هم د امن، ترقۍ او استحکام دوه چنده اثرات مرتب …
ساجده فاروق تارړ د پاکستان او سعودي عرب ترمېِنځه د فاعي تړون هركلے وكړو

مزید خبریں
لاهور 19 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ مور ساجده فاروق تارړ د پاکستان او سعودي عرب ترمېِنځه د فاعي تړون هركلي كولو سره دا لوظنامه خوشبينه ګرځولې ده۔ خپل يو بيان كښې دې ووئيل دا لوظنامه به نه يوازې د دواړو وروڼو هېوادونو اړيكو ته نوې اړخ وركړي بلكې په منطقه به هم د امن، ترقۍ او استحکام دوه چنده اثرات مرتب كړي۔ دې ووئيل د دفاعي مرستې دا لوظنامه د دې خبرې غمازي كوي چې دواړه هېوادونه په سختو او ستونزمندو حالاتو كښې يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔ دې ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې شوې دا لوظنامه د قامي سلامتيا د تقاضو له مخې ده ٬ دې سره به د پاكستان دفاع ته لا وده ترلاسه شي۔ دې ووئيل دا پېشرفت به يوازې تر دفاعي مېدان محدود پاتې نشي بلكې د دې به ګڼ اړخيزه ثمرات په معاشي، سفارتي او اولسي كچه رامخې ته شي۔ دې دعا وكړه چې لوي څښتن دې دا تړون د دواړو هېوادونو او اسلامي نړۍ د اتحاد او پرمختګ سبب وګرځوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ رشته دې لا قوي كړي۔









