لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني په ملتان كښې د تحصيل شجاع آباد دوره

ملتان 19 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدرِ مملکت سيد يوسف رضا ګيلاني د جمعې په ورځ د ملتان د تحصيل شجاع آباد دورې كولو سره په هټي سيمه كښې د سېلاب ځپليو د كېمپ دوره وكړه ۔ د جاري تفصيلات له مخې په دې موقع سيد يوسف رضا ګېلاني د سېلاب ځپليو مسئلو او د سهولتونو په اړه معلومات تر لاسه كړل۔ سيد يوسف رضا ګيلاني اړوند چارواكو …

ملتان 19 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدرِ مملکت سيد يوسف رضا ګيلاني د جمعې په ورځ د ملتان د تحصيل شجاع آباد دورې كولو سره په هټي سيمه كښې د سېلاب ځپليو د كېمپ دوره وكړه ۔ د جاري تفصيلات له مخې په دې موقع سيد يوسف رضا ګېلاني د سېلاب ځپليو مسئلو او د سهولتونو په اړه معلومات تر لاسه كړل۔ سيد يوسف رضا ګيلاني اړوند چارواكو ته امر وكړو چې د ځپليو درملنې او د خوراك څښاك كښې كمے رانشي۔ په دې موقع سيد عبدالقادر ګيلاني، رانا قاسم نون،٬جاويد انصاري،د پاکستان سويټ هوم مشر زمرد خان، محمد نعيم خان، ضلعي انتظاميه او د پوليس لوړ پورو پشمول د سيمې مشران او سياسي او سماجي لارښود هم موجود وٶ۔ په دې موقع د شجاع آباد اے سي سيده حميرا شاه د ځپليو بحالۍ او زيانونو په اړه سيد يوسف رضا ګېلاني ته بريفنګ هم وركړو۔