اسلام آباد ۔ 19 ستمبر (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتو په مهال به په زياتره سيمو كښې موسم خشك وي خو په قطبي ختيز پنجاب ٬ كشمير او نزدې غرئيزو سيمو كښې به چرته چرته وريځ وي او په څو ځاينو د سيلۍ او برېښنا سره د باران هيله ده۔ د موسميات محكمې تر مخه د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم …
د راروانو 24 ساعتو په مهال به هېواد په زياتره سيمو كښې به موسم خشك وي٬ د موسميات محكمه
اسلام آباد ۔ 19 ستمبر (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتو په مهال به په زياتره سيمو كښې موسم خشك وي خو په قطبي ختيز پنجاب ٬ كشمير او نزدې غرئيزو سيمو كښې به چرته چرته وريځ وي او په څو ځاينو د سيلۍ او برېښنا سره د باران هيله ده۔ د موسميات محكمې تر مخه د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك ؤ خو په بره بنجاب او خېبر پښتونخوا كښې په څه ځايونو باران شوے دے۔ تر ټولو زيات باران سرګودها ښار كښې 70 ملي ليټر ٬ مري كښې 09 ٬ ګجرات كښې 08 ٬ جوهر آباد كښې 07 ٬ منډي بهاالدين ٬ فېصل آباد ٬ نور پور تهل 05 ٬ خېبر پښتونخوا كښې پټن 15 ٬ بره دير كښې 04 ٬ كالام كښې 03 او ډي آئې خان كښې 2 ملي ليټر باران رېكارډ كړے شوے۔ د جمعې په ورځ تر ټول زيات درجه حرارت نوكنډي كښې 41 ٬ دالبدين كښې 40 او نور پور تهل او سبي كښې 39 ډګري سېنټي ګرېډ رېكارډ كړے شو۔










