اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه تاريخي ستراتېژكي شريكه دفاعي لوظنامه د دواړو هېوادونو په منطقه كښې سلامتيا٬ امن او د قوي دفاعي مرستې د مشتركه عزم عكاس ده٬ وزيراعظم شهباز شريف او د سعودي ولي عهد او وزير اعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود په رياض كښې په دې تاريخي تړون لاسليك كړے، د وزيراعظم دا دوره په 15م …
د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه تاريخي ستراتېژكي دفاعي لوظنامه د دواړو هېوادونو په منطقه كښې سلامتيا٬ ا من او د قوي دفاعي مرستې د مشتركه عزم عكاس ده۔ د خارجه دفتر وياند اوونيز بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه تاريخي ستراتېژكي شريكه دفاعي لوظنامه د دواړو هېوادونو په منطقه كښې سلامتيا٬ امن او د قوي دفاعي مرستې د مشتركه عزم عكاس ده٬ وزيراعظم شهباز شريف او د سعودي ولي عهد او وزير اعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود په رياض كښې په دې تاريخي تړون لاسليك كړے، د وزيراعظم دا دوره په 15م ستمبر په دوحه كښې د عرب اسلامي هېوادونو مشرانو د هنګامي غونډې په پس پېل شوه٬ كومه چې په قطر د اسرائيل د فضائي بريدونو نه وروستو رابللې شوې وه، وزيراعظم شهباز شريف په دغه غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كړې، وزيراعظم غونډې ته خپله وېنا كښې د اسرائيلي جارحيت سخته غندنه كړې او د فلسطيني کاز لپاره ئې د پاکستان د “غير متزلزل عزم” او قطر او نورو اسلامي هېوادونو سره د يووالي څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر وياند خارجه سفير شفقت علي خان د جمعې په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل دا لوظنامه په 17م ستمبر د وزيراعظم شهباز شريف او سعودي ولي عهد او وزير اعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز آل سعود ترمېنځه د سركاري خبرو نه وروستو وشوه٬ وياند ووئيل “دواړو مشرانو نزدې په اته لسيزو اډانه د تاريخي او ستراتېژكي شراکت دارۍ تصديق وكړو كومه چې په اسلامي يووالي، مشترکه اقدارو او نزدې دفاعي مرسته اډانه ده۔ وياند ووئيل د دې لوظنامې له مخې په يو هېواد بريد او جارحيت به په دواړو بريد ګنلے شي٬ كومې څخه چې د شريك باور او مشتركه دفاع د عزم پراختيا واضحه كېږي۔ وياند ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود روغتيا او د سعودي عرب د اولس پرمختګ او سوكالۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې او د سعودي عرب د تود هركلي او فراخدلې يې بشپړه مننه وكړه ٬ ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان هم د پاکستان سلامتيا، پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې۔ وياند ووئيل د وزيراعظم دا دوره په 15م ستمبر په دوحه كښې د عرب اسلامي هېوادونو مشرانو د هنګامي غونډې په پس منظر كښې شوې كومه چې په قطر د اسرائيل د فضائي بريدونو نه وروستو رابللې شوې وه، وزيراعظم شهباز شريف په دغه غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كړې،په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير ، د دفاع وزير، د اطلاعات وزير او د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير پشمول نور سينئر اهلكار هم موجود وو۔ وزيراعظم غونډې ته خپله وېنا كښې د اسرائيلي جارحيت سخته غندنه وكړه او د فلسطيني کاز لپاره يې د پاکستان د “غير متزلزل عزم” او قطر او نورو اسلامي هېوادونو سره د يووالي څرګندونه وكړه ٬ كڅوك چې د بې دليله جارحيت د لارې په نخښه كړے شوي٬ ده د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د اسرائيل په كاروائيوپه سمدستي توګه بحث لپاره د پاکستان په مطالبه رڼا واچوله او د “زيات شوي اسرائيلي جارحيت” مقابلې لپاره يې د اسلامي اتحاد په ضرورت زور راوړو ٬ په غونډه كښې د ګډې اعلاميه كښې ” نړيوال قانون او د بشري حقونو اسرائيلي خلاف ورزو لپاره اسرائيل ذمه وار ګرځولو سره د 50 نه زياتو عرب او اسلامي هېوادونو د اجتماعي عزم” څرګندونه كړې۔ په غونډه كښې وزيراعظم شهباز شريف د قطر امير، د سعودي ولي عهد، د اردن بادشاه او مصر او ايران اولسمشرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم وكړل چې ورسره د پاكستان سفارتي رسائۍ كښې نور هم زياتوالے راغلے دے









