اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان او آزاد جمو او كشمير پرمختګ او خوشحالۍ ته وفاقي حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړی۔اعلٰی چارواكو په آزاد كشمير كښې د امن او امان په صورتحال او به پرمختيائي …
د ګلګت بلتستان او آزاد جمو او كشمير پرمختګ او خوشحالۍ ته وفاقي حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔انجينئر امير مقام
اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ګلګت بلتستان او آزاد جمو او كشمير پرمختګ او خوشحالۍ ته وفاقي حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړی۔اعلٰی چارواكو په آزاد كشمير كښې د امن او امان په صورتحال او به پرمختيائي عمل وفاقي وزير ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔انجينئر امير مقام ووئيل په تېر وخت كښې هم د دې عملي مظاهره شوې ده او راتلونكې كښې به هم كوو٬د اولس جائز مسئلې حل كول مونږ فرض ګڼو۔ده ووئيل د هند په غېر قانوني قبضه كښې جمو او كشمير كښې د امنيت او بشري حقونو صورتحال تشويشناك دے۔ده ووئيل مونږ د كشميريانو قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو٬پاكستان به د حق خود اراديت تر ترلاسه كولو د كشميريانو اخلاقي٬سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔په غونډه كښې چيف سېكرټري او د آزاد جمو كشمير آئي جي پشمول د وزارت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو










