لندن 19 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه تړون تاريخې دے، دا لوظنامه شپه په شپه نه ده شوې ٬ په دې څو مياشتې لګېدلې دي، نور هېوادونه هم په دې څېر د لوظنامو برخه جوړېدو خواهش لري۔ د جمعې په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل په شريكې ستراتېژك لوظنامې دواړه هېوادونه خوشحاله دي، …
د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه تړون تاريخې دے، دا لوظنامه شپه په شپه نه ده شوې ٬ په دې څو مياشتې لګېدلې دي۔ د نائب وزيراعظم اسحاق ډار خبريالانو سره خبرې
لندن 19 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه تړون تاريخې دے، دا لوظنامه شپه په شپه نه ده شوې ٬ په دې څو مياشتې لګېدلې دي، نور هېوادونه هم په دې څېر د لوظنامو برخه جوړېدو خواهش لري۔ د جمعې په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل په شريكې ستراتېژك لوظنامې دواړه هېوادونه خوشحاله دي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه لوظنامه خو عمر له موجود وه٬ نور هېوادونه هم په دې څېر د لوظنامو برخه جوړېدو خواهش لري۔ ده ووئيل سعودي عرب تل په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬ د بندېزونو نه وروستو د سعودي عرب ملاتړ ډېر مهم ٶ، كله چې د آئي اېم اېف پروګرام لپاره هم ضرورت رامخې ته شو نو سعودي عرب د پاکستان بشپړه ملګرتيا كړې۔ ده ووئيل هر مسلمان حرمين الشريفين سره عقيدت لري او په دې قربانېدو له چمتو اوسي۔










