پاكستان او سعودي عرب د اسلامي نړۍ ستني دي٬د دواړو هېوادونو مضبوطيا د اسلامي نړۍ مضبوطيا ده۔د مذهبي چارو وفاقي وزير محمد يوسف

اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير محمد يوسف يوم تشكر په لمانځلو قام او د علمائے كرامو مننه كولو سره وئېلي دي روانه اونۍ به د تشكر په توګه لمانځلې شي او د سعودي عرب قامي ورځې په اړه به بېلې دستورې كولې شي۔د جمعې په ورځ جاري بيان كښې ده ووئيل دا دستوره د پاكستان او سعودي عرب لوظ نامې او پاك٬سعودي ملګرتيا په …

اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير محمد يوسف يوم تشكر په لمانځلو قام او د علمائے كرامو مننه كولو سره وئېلي دي روانه اونۍ به د تشكر په توګه لمانځلې شي او د سعودي عرب قامي ورځې په اړه به بېلې دستورې كولې شي۔د جمعې په ورځ جاري بيان كښې ده ووئيل دا دستوره د پاكستان او سعودي عرب لوظ نامې او پاك٬سعودي ملګرتيا په عنوان كيږي۔د مذهبي چارو وياند له مخې وفاقي وزير د مختلف مكاتب فكر علمائے كرامو سره خبرې وكړې او د جمعې خطبو كښې هم د پاكستان او سعودي عرب لپاره په دعاګانو كولو يې د هغوي مننه وكړه ۔۔وفاقي وزير سردار محمد يوسف ووئېل پاكستان او سعودي عرب د اسلامي نړۍ ستنې دي٬د دواړو هېوادونو مضبوطيا د اسلامي نړۍ مضبوطيا ده۔ده د دواړو هېوادونو مشرانو لپاره د ډېر عمر او روغ صحت دعا وكړه او وې وئېل په كاميابه دفاعي لوظ نامه وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل د مباركۍ مستحق دي۔

مزید خبریں