اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري د چين دوره كړې چرته چې هغه د "ګلوبل پبلك سكيورټي مرستې فورم 2025 " كښې د پاكستان نمائندګي كړې۔د داخله وزارت وياند له مخې د فورم په مهال طلال چوهدري بېلو غونډو كښې ګډون سره سره د راجوړ كړي ايكسپو هم څارنه كړې او جديد ټېكنالوجي او سكيورټي آلات كښې يې خوښۍ څرګنده كړی۔په دې موقع يوئے …
د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري د چين دوره٬ګلوبل پبلك سكيورټي فورم كښې ګډون

مزید خبریں
اسلام آباد 19 ستمبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري د چين دوره كړې چرته چې هغه د “ګلوبل پبلك سكيورټي مرستې فورم 2025 ” كښې د پاكستان نمائندګي كړې۔د داخله وزارت وياند له مخې د فورم په مهال طلال چوهدري بېلو غونډو كښې ګډون سره سره د راجوړ كړي ايكسپو هم څارنه كړې او جديد ټېكنالوجي او سكيورټي آلات كښې يې خوښۍ څرګنده كړی۔په دې موقع يوئے شيوهو د كورنيو چارو وزير مملكت په اعزاز كښې د ماسپښخين مېلمستيا وركړه ۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د ترهه ګرۍ مخ نيوي او ټېكنالوجۍ په ميدان كښې مرستې ته په لا ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ وزير مملكت طلال چوهدري د فورم په موقع د انټرپول سېكرټري جنرل والډ سي اُرکیزا هم ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې په نړيواله كچه د سكيورټي چېلنجونو او مرستې زياتولو په طريقو خبرې وشوي۔د كورنيو چارو وزير مملكت والډ سي اُرکیزا ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه كومه چې هغه د مننې سره قبوله كړه ۔









