وفاقي وزير انجينئر امير مقام د RISJA انټر میډیا کركټ ټورنامنټ پرانسته وكړه

اسلام آباد 19 ستمبر(اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير امير مقام د دويم RISJA انټر میډیا کركټ ټورنامنټ پرانسته كړی ده ۔پرانستې دستورې ته ده ووئيل د خبريالانو ٬لوبغاړو او سماجي لارښودو په داسې متحرك او پرجوش ايونټ كښې شريكېدل زما لپاره د عزت او اعزاز خبره ده۔ده ووئيل پېنډۍ اسلام آباد سپورټس جرنلسټس اېسوسي اېشن آر آئي اېس جے اے او سي ډي اے ته …

اسلام آباد 19 ستمبر(اے پي پي)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير امير مقام د دويم RISJA انټر میډیا کركټ ټورنامنټ پرانسته كړی ده ۔پرانستې دستورې ته ده ووئيل د خبريالانو ٬لوبغاړو او سماجي لارښودو په داسې متحرك او پرجوش ايونټ كښې شريكېدل زما لپاره د عزت او اعزاز خبره ده۔ده ووئيل پېنډۍ اسلام آباد سپورټس جرنلسټس اېسوسي اېشن آر آئي اېس جے اے او سي ډي اے ته په دې غوره ټورنامنټ د زړه نه مباركي وركوم۔امير مقام ووئيل دوهم انټر ميډيا ټورنامنټ كول د دې خبرې ثبوت دے چې تاسو يوازې نه صحافت څانګې سره تړون لرۍ بلكې لوبې٬شريكې ورورولۍ او د صحت مند د ژوند ودې لپاره هم خپل بشپړهكردار ادا كوۍ۔د وفاقي وزير په توګه زه په دې موقع په خاص توګه باور دركوم چې حكومت ستاسو لپاره لوبې٬تعليم او د صحافت پشان څانګو كښې هر ممكنه معاونت وركولو لپاره عزم لري۔د وزيراعظم د بين الصوبائي رابطه صلاحكار رانا ثناﺀ الله د وزيراعظم په مشرۍ كښې د لوبو پرمختګ لپاره هڅې كوي۔ځوانان زمونږ روښانه سباؤن دے۔ ده ووئېل په هېواد كښې د لوبو كلتور ودې لپاره هڅې كيږي٬ځوانان دې د لوبو په هلو ځلو كښې بشپړه برخه واخلي٬ مونږ له په ګډه يو مثبت ټولنه جوړول وي۔زه د ميډيا كردار ته ډېر اهميت وركوم كوم چې رائے عامه جوړولو او قامي بيانيې رامخې ته كولو كښې مركزي حېثيت لري۔په ايونټ كښې لس ډلې برخه اخلي كومې چې په ګروپ اے او ګروپ بي كښې تقسيم شوي٬په ګروپ اے كښې جيو ټي وي٬دنيا نيوز٬سي ډي اے٬ 92 نيوز او پبلك ټي وي شامل دي او ګروپ بي كښې اے آر وائی نیوز، هم نیوز، سماء نیوز ،رسجا اور ډان نیوز شامل دي۔ د هرې ډلې ګروپ ليول كښې 4 ميچونه كيږي۔ګروپ ميچز 15 اوورز باندې مشتمل وي او ناك آؤټ راؤنډ او ايونټ فائنل 20 اوورز باندې مشتمل وي۔د ايونټ فائنل به د اكتوبر په وړومبۍ نيټه اسلام آباد كښې كيږي۔