صدر مملكت آصف علي زرداري ارومچي كښې په ايم او يوز د لاس ليكونو دستوره كښې ګډون

ارومچي19 ستمبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او چينائي كمپنو ترمينځه د درېو مفاهمت په يادښتونو(ايم او يوز)لاس ليك دستوره كښې ګډون كړے۔د ايوان صدر پرېس ونګ څخه د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې وړومبے مفاهمت يادښت د لويانګ ماډرن بائيو ټېكنالوجيز او سندھ حكومت ترمينځه وشو ٬صوبائي وزير ناصر شاه د سندھ حكومت نمائندګي وكړه د كوم محور چې د پاكستان لائيو سټاك …

ارومچي19 ستمبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او چينائي كمپنو ترمينځه د درېو مفاهمت په يادښتونو(ايم او يوز)لاس ليك دستوره كښې ګډون كړے۔د ايوان صدر پرېس ونګ څخه د جمعې په ورځ جاري شوي بيان له مخې وړومبے مفاهمت يادښت د لويانګ ماډرن بائيو ټېكنالوجيز او سندھ حكومت ترمينځه وشو ٬صوبائي وزير ناصر شاه د سندھ حكومت نمائندګي وكړه د كوم محور چې د پاكستان لائيو سټاك صنعت جديد جوړول دي۔دوهم د مفاهمت يادښت د بيجنګ ايشين افريقه لونګيو او اے ايس ايم سروسز ترمينځه وشو كوم چې پاكستان كښې د يو جديد ټيكسټائل انډسټريل پارك تشهير او تعمير په اړه دے۔دريم د مفاهمت يادښت د سیچوان چوانکساؤ فائر ټرکس مینوفیکچرنګ کمپنی او اے ایس ایم سروسز ترمينځه لاس ليك شو كوم چې د پاكستان لپاره د فائر ټركس او جديد ايمرجنسي آلات وركول٬تقسيم٬خرڅولو او د خرڅولو نه وروستو خذمات كښې د مرستې فريم ورك په اړه دے ۔دستورې ته د خطاب كولو په مهال صدر مملكت آصف علي زرداري ووئېل دا د مفاهمت يادښتونه د پاكستان او چين ترمينځه په دې څانګو كښې د مرستې نوې لارې پرانځي كوم چې نيغ په نيغه د پاكستان معاشي پرمختګ او اولسي خېرښېګړی لپاره مرستياله دې۔ده ووئيل لائيو سټاك انډسټري جديد جوړولو څخه به د خوراك تحفظ كښې ښه والے راشي او كلي والو سيمو كښې د روزګار موقعې به راپیدا شي٬د ټيكسټائل پارك څخه به صنعتي پرمختګ او برآمدات ته وده ترلاسه شي او په فائر ټركس او ايمرجنسي آلات د شراكتدارۍ څخه د پاكستان په آفاتونو غبرګون او د كميونټيز تحفظ صلاحيت به مضبوط شي۔په دستوره ګښې سينيټر سليم مانډوي والا٬چين كښې د پاكستان سفير او په پاكستان كښې د چين سفير هم موجود وو۔

مزید خبریں