د مسافر ريل ګاډو آؤټ سورسنګ به د اوپن آكشن د لارې كولې شي۔محمد حنيف عباسي

لاهور 19 ستمبر(اے پی پی)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په مشرۍ كښې ريلويز هيډكوارټرز لاهور كښې مهمه غونډه د جمعې په ورځ وشوه چې پكښې د ريلوے ښه والي او اصلاحات په اړه ګڼ شمېر پريكړې شوي۔د ريلوے وياند له مخې په غونډه كښې ترسره شوه چې د مسافر ريل ګاډو آؤټ سروسنګ به د اوبن آكشن د لارې كولې شي او د دې پريكړې اطلاق به په …

لاهور 19 ستمبر(اے پی پی)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په مشرۍ كښې ريلويز هيډكوارټرز لاهور كښې مهمه غونډه د جمعې په ورځ وشوه چې پكښې د ريلوے ښه والي او اصلاحات په اړه ګڼ شمېر پريكړې شوي۔د ريلوے وياند له مخې په غونډه كښې ترسره شوه چې د مسافر ريل ګاډو آؤټ سروسنګ به د اوبن آكشن د لارې كولې شي او د دې پريكړې اطلاق به په اوسني آؤټ سورسنګ هم كيږي۔۔ټرين آپرېشن محفوظولو لپاره سيفټي ډيپارټمنټ له د خپلواكه ډائريكټوريټ درجې وركولو پريكړه وشوه او په دې لړ كښې د عملې او افسرانو تبادله هم شوې۔د غونډې په مهال د ګارډز او ډرائيورز د رننګ كوټو په حالت هم بريفنګ وركړے شو ۔د ريلوے وفاقي وزير په دې موقع ووئيل ګارډز او ډرائيورز د ريلوے ښے لاس دے٬د هغوي كوټې٬كچن او واش رومز د ښه معيار پكار دي۔د ريلوے وزير هدايت وكړو چې په جديد طرز ماډل رننګ رومز به جوړولې شي او د دې پېل به د روهټري٬خان پور او خانيوال څخه كولې شي۔د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي په دې موقع ووئيل كه وسائل محدود دي خو عزم لويې دے٬د پاكستان ريلوے په سم پلو روان دے او ډېر زر به ځانګړې نتيجې اولس ته وړاندې شي۔