اسلام آباد18 ستمبر(اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د شوې دفاعي لوظ نامې هركلي كولو سره وزيراعظم محمد شهباز شريف٬شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد محمد بن سلمان له مباركي وركړه۔د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل د پاكستان او سعودي اولس او ټول اسلامي نړۍ لپاره دا د خوشحالۍ موقع ده٬ده د پاك پوځ سرلښكر …
سردار محمد يوسف د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د دفاعي لوظ نامې هركلے وكړو
اسلام آباد18 ستمبر(اے پی پی)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د شوې دفاعي لوظ نامې هركلي كولو سره وزيراعظم محمد شهباز شريف٬شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد محمد بن سلمان له مباركي وركړه۔د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل د پاكستان او سعودي اولس او ټول اسلامي نړۍ لپاره دا د خوشحالۍ موقع ده٬ده د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل عاصم منير او پاك پوځ ته هم په دې لوظ نامه مباركي وركړه۔ده ووئيل پاكستان او سعودي عرب د اسلامي نړۍ دوه روښانه ستوري دي٬پاك سعودي دفاعي لوظ نامه د ورورولۍ ښه مثال دے٬ده ووئيل د دفاعي لوظ نامې څخه به ټولې اسلامي نړۍ ته تقويت ترلاسه شي۔










