اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) انسپکټر جنرل پوليس اسلام آباد د خاص اقدامات ډائريکټرې عائشه جميل په مشرۍ كښې د اسلام آباد ټرفېك پوليس سره د انټرن شپ زده كوٶنكو پشمول 15 كسيز فرينډز آف پوليس پلاوي د زيارت په ورځ د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) دوره كړې چرته چې دوي ته د اے پي پي په آپريشنل چارو، د څانګو د وركنګ په …
د “فرينډز آف اسلام آباد ټرفيك پوليس” پلاوي د اے پي پي دوره٬ د اے پي پي اېم ډي محمد عاصم کھچي د نيوز ايجنسۍ په اپرېشنل طريقه كار بريفنګ
اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) انسپکټر جنرل پوليس اسلام آباد د خاص اقدامات ډائريکټرې عائشه جميل په مشرۍ كښې د اسلام آباد ټرفېك پوليس سره د انټرن شپ زده كوٶنكو پشمول 15 كسيز فرينډز آف پوليس پلاوي د زيارت په ورځ د ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) دوره كړې چرته چې دوي ته د اے پي پي په آپريشنل چارو، د څانګو د وركنګ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع منيجنګ ډائريکټر ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) محمد عاصم کھچي پلاوي ته د اے پي پي د افاديت، کردار او کارکردګي په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د اے پي پي ډائرېكټر نيوز شمائله عندليب، ډائريکټر اے پي پي اردو سروس عبدالحميد تبسم ، پروډکشن انچارج آئي ټي پي اېف اېم جنيد اسحاق، د آئي ټي پي ايجوکيشن ونګ انسپکټر رانا اشتياق او پروډيوسر آئي ټي پي ايف ايم رابعه حسېن هم موجود وه۔ پلاوي سره په خبرو كښې د اے پي پي اېم ډي محمد عاصم کھچي ووئيل دا د پاكستان يوازنۍ نيوز اېجنسي ده كومه چې د مصدقه اطلاعات رسولو انتظام كوي۔ ده ووئيل مونږ په ډس انفارميشن او مس انفارميشن باور نه لرو، زمونږ اداره مستند معلومات د هېواد او نړيوالې ميډيا ته رسولو كښې خپل كردار لوبوي ۔ ده ووئيل ټولې ورځپاڼې نن هم د خبرونو كرېډټ اے پي پي ته وركوي۔ ده ووئيل په اے پي پي كښې د اردو، انګلش، چائنيز، عربۍ، پښتو، سندھۍ، سرائيکۍ، بلوچۍ، براهوۍ ژبو نه علاوه وېډيو نيوز، فوټو، ډيجيټل او د سوشل ميډيا پشمول 16 نيوز سروسز وركوي۔ محمد عاصم کھچي ووئيل د پاكستان په ټولو لويو ښارونو كښې زمونږ 18 دفترې او په هره ضلع كښې زمونږ نمائنده كار كوي۔ ده ووېيل اے پي پي سره د سټيټ آف دي آرټ ډيټا سنټر موجود دے۔ ده ووئيل 50 هېوادونو كښې سټيټ ميډيا سره زمونږ د خبرونو د تبادلې لوظنامې شته ۔ ايم ډي محمد عاصم کھچي ووئيل د معرکه حق په مهال د اے پي پي د كردار هند هم اعتراف كړے دے ۔










