اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د كابينه اقتصادي رابطه كميټۍ(اي سي سي) د ريكوډك منصوبې فنانسنګ په اړه حتمي لوظنامو٬ مالياتي لوظنامو او د ريكوډك مائننګ كمپنۍ سره د رېل ډويلپمنټ تړون او برج فنانسنګ لوظنامې منظوري وركړې ده ٬ د لوظنامې له مخئ به د 390 ملين ډالرو برج فنانسنګ د لارې درنګونو څخه برآمدي معدنيات په لويه كچه منتقل كولو لپاره 1,350 كلوميټر اوږده پټلۍ غزولې …
اي سي سي د ريكوډك منصوبې فنانسنګ په اړه حتمي لوظنامو٬ مالياتي لوظنامو او د ريكوډك مائننګ كمپنۍ سره د رېل ډويلپمنټ او برج فنانسنګ لوظنامې منظوري وركړه
اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د كابينه اقتصادي رابطه كميټۍ(اي سي سي) د ريكوډك منصوبې فنانسنګ په اړه حتمي لوظنامو٬ مالياتي لوظنامو او د ريكوډك مائننګ كمپنۍ سره د رېل ډويلپمنټ تړون او برج فنانسنګ لوظنامې منظوري وركړې ده ٬ د لوظنامې له مخئ به د 390 ملين ډالرو برج فنانسنګ د لارې درنګونو څخه برآمدي معدنيات په لويه كچه منتقل كولو لپاره 1,350 كلوميټر اوږده پټلۍ غزولې شي۔ د اي سي سي غونډه د زيارت په ورځ د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې شوې٬ په غونډه كښې د پټروليم وزارت لخوا د ريكوډك منصوبې فنانسنګ په اړه حتمي لوظنامو او مالياتي لوظنامو منظورۍ په اړه د سمرۍ جاج واخستلے شو، اي سي سي د لوظنامو د مجوزه حتمي شرطونو منظوري وركولو سره امر وكړو چې كه د لوظنامو په حتمي مسودو كښې كوم بدلون وي٬ نو د دې منصوبې د قانوني او مالياتي سلاحكارو رائے او د ريكوډك مائننګ كمپنۍ د تصديق نه وروستو دې بيا اي سي سي ته منظورۍ لپاره وړاندې كړې شي۔ په غونډه كښې د رېلوے وزارت لخوا ريكوډك مائننګ كمپنۍ سره د رېل ډويلپمنټ تړون او برج فنانسنګ لوظنامې منظورۍ په اړه د سمرۍ هم جاج واخستلے شو، د دې لوطنامې له مخې به د 390 ملين ډالرو برج فنانسنګ كولې شي دغسې چې د بلوچستان درنګونو څخه برآمدي معدنيات په لويه كچه منتقل كولو لپاره 1,350 كلوميټر اوږده پټلۍ وغزولې شي٬ اي سي سي د تجويز منظوري وركولو سره وزارت ته د دواړو لوظنامو مسودې د خزانې وزارت سره د شيئر كولو امر وكړو دغسې چې د دې تفصيلي جاج واخستلے شي، د رېلوے او خزانې وزارتونو ته په منصوبې عملدرامد او د پېشرفت په اړه رپورټ په راتلونكې كال مارچ كښې اي سي سي ته د وړاندې كولو امر هم وكړو۔ د خزانې وزير ووئيل د ريكوډك په حواله د اي سي سي دا منظورۍ د حكومت د ھغه پوخ عزم عكاسي ده جې حكومت د دې تاريخي منصوبې د مخ په وړاندې بوتللو عزم لري٬ دا منصوبه د بلوچستان معاشي منظرنامه بدلولو او پاكستاني اولس لپاره د زياتوې ګټې پېدا كولو صلاحيت لري۔ ده ووئيل ريكوډك منصوبه به نه يوازې د نړۍ د ټولو نه زيات غېر پرمختللې د پيتل او سرو زرو د پانګو پرانستلو ذريعه جوړه شي بلكې دې سره به د روزګار موقعې رامخئ ته كېدو سره سره د بنيادي ډھانچه تعمير او ترقي هم وده ومومي۔ ده ووئيل دا منصوبه به په منطقه كښې د اوږدې مودې سماجي او د معاشي پرمختګ سبب وګرځي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو علي پرويز ملك، رانا تنوير حسين، قېصر احمد شيخ، وفاقي سيكرټريز او د اړوند وزارتونو، محكمو او د ريګوليټري ادارو لوړ پورو ګډون وكړو۔










