اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي حكومت د ټيكس، توان، د سركاري ادارو بهترۍ، پبلك فنانس او اداره جاتي ډھانچه كښې د اصلاحات په اړه اقدامات كوي٬ د نجكارۍ عمل ګړندې كوي٬ د اروپا كمپنۍ دې په پاكستان كښې د تيل او ګيس، معدنيات، آئي ټي، زراعت، توان، ماليات او د هوابازۍ په څانګو كښې د نجكارۍ موقعو څخه ګټه پورته …
د خزانې وزير سېنېټر اورنګزېب سره د اروپائي ائتلاف نوي سفير رېمونډاس كاروبلس وليدل
اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي حكومت د ټيكس، توان، د سركاري ادارو بهترۍ، پبلك فنانس او اداره جاتي ډھانچه كښې د اصلاحات په اړه اقدامات كوي٬ د نجكارۍ عمل ګړندې كوي٬ د اروپا كمپنۍ دې په پاكستان كښې د تيل او ګيس، معدنيات، آئي ټي، زراعت، توان، ماليات او د هوابازۍ په څانګو كښې د نجكارۍ موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ وفاقي وزير دا خبرې د اروپائي ائتلاف نوي سفير رېمونډاس كاروبلس سره كړې چا چې دوي سره ملاقات كولو ۔ په ملاقات كښېې د شريكې خوښې په چارو په خاص توګه د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه اقتصادي مرستې زياتولو او د تجارت او سرمايه كارۍ اړيكو په لا قوي كولو زور راوړلے شو ۔ په دې موقع وفاقي وزير د نوي سفير هركلے وكړو او ده ته ئې د هېواد په موجوده معاشي صورتحال بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل د هېواد معيشت د بحالۍ په لاره روان دے او د وړاندې نه په زيات مستحكم پوزيشن كښې دے۔ ده سفير خبر كړو چې حكومت د ټيكس، توان، د سركاري ادارو بهترۍ، پبلك فنانس او اداره جاتي ډھانچه كښې د اصلاحات په اړه اقدامات كوي او په راتلونكي وخت كښې به د نجكارۍ عمل لا ګړندے شي۔










