اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې پاکستان، د کشميري اولس د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادنو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د دوي د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه كولو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په …
پاکستان به د کشميري اولس سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ د دوي د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو جاري ساتي۔ يوسف رضا ګيلاني
اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې پاکستان، د کشميري اولس د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادنو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د دوي د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه كولو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په ايوان صدر كښې د آزاد جمو و کشمير (اے جے کے) پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ د پلاوي په غړو كښې د آزاد کشمير قانون ساز اسمبلي سپيکر چوهدري لطيف اکبر، پخوانې وزير اعظم فاروق حيدر خان او د قانون ساز اسمبلۍ غړې حامد رضا شامل وو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔










