د صدرِ مملکت آصف علي زرداري د سنکیانګ اسلامک انسټی ټیوټ دورہ، د انسټی ڼیوټ مشر مختیرے سیفو لخوا د انسټی ټیوټ تعلیمي او تربیتي هلو ځلو په اړه بريفنګ

ارومچی۔18ستمبر(اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري د سنکیانګ اسلامک انسټی ټیوټ دوره وكړه۔ د انسټی ټیوټ صدر مختیرے سیفو صدر مملكت ته د انسټی ټیوټ د تعليمي او تربيتي هلو ځلو په اړه بريفنګ وركړو۔ هغه ووئيل ادارہ د مذهبی علماﺀ كرامو، آئمه او خطيبانو په رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كوي٬ د انسټی ټیوټ مقصد مذهبی تعلیم عصري علومو سره سمولو سره داسې زده كوؤنكي …

ارومچی۔18ستمبر(اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري د سنکیانګ اسلامک انسټی ټیوټ دوره وكړه۔ د انسټی ټیوټ صدر مختیرے سیفو صدر مملكت ته د انسټی ټیوټ د تعليمي او تربيتي هلو ځلو په اړه بريفنګ وركړو۔ هغه ووئيل ادارہ د مذهبی علماﺀ كرامو، آئمه او خطيبانو په رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كوي٬ د انسټی ټیوټ مقصد مذهبی تعلیم عصري علومو سره سمولو سره داسې زده كوؤنكي جوړول دي كوم چې د دين او ټولنې دواړو خذمت وكړي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ته د سنکیانګ اسلامک انسټی ټیوټ دورې په مهال ووئيل شول په انستی ټیوټ كښې قرآن ٬ حدېث ٬ اسلامي فقه ٬ عربي او الهيات (عقائد اسلام) ٬ تاريخ ٬ كمپيوټر خواندګي ٬ اخلاقيات او د سائنس په شمول چينۍ ژبه ٬ ديواني قانون او سيمه ايزې مذهبي پالېسۍ هم شاملې كړې شوي دي۔ صدر مملكت ته دا هم ووئيل شول د انسټي ټيوټ په مركزي كېمپس كښې د يو زر زده كوؤنكو ګنجائش موجود دے او د دې ذېلي ادارې د سنكيانګ په نورو سيمو كښې هم موجود دي۔ په اداره كښې مركزي مسجد ٬ كتب خانه ٬ لېكچر هالز ٬ كلاس رومز او د هاسټل په شمول عصري آسانۍ وړاندې كولې شي۔ زده كوؤنكو ته د زده كړو په مهال وظيفه ٬ استوګنه او نورې آسانۍ وركولې شي۔ كال 2001 څخه تر دې دمه انسټي ټيوټ څخه 28 زره څخه زيات طالبعلمان فارغ شوي كوم چې په مذهي ٬ تعليمي او انتظامي څانګو كښې خذمات ترسره كوي۔ اداره د اسلامي متن په ترجمه او اشاعت او د حج په انتظامات كښې هم معاونت كوي۔ صدر مملکت آصف علي زرداري د انسټي ټيوټ د خذمات ستائنې كولو سره ووئيل د پاکستان او چین ترمينځه علمي او كلتوري رابطې د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ په دې موقعه سېنېټر سليم مانډوي والا ٬ پاكستان كښې د چين سفير او چين كښې د پاكستان سفير هم موجود ؤ۔