د صدر مملكت آصف علي زرداري د ارومچي اربن آپرېشنز اېنډ مېنجمنټ سېنټر دوره ، د ارومچی میئر او سنکیانګ نائب ګورنر لخوا تود هركلے

ارومچی۔18ستمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداري د چين ښار ارومچي اربن آپرېشنز اېنډ مېنجمنټ سېنټر دوره وكړه چرته چې د هغوي د ارومچی مېئر او د سنکیانګ نائب ګورنر تود هركلے وكړو ۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت او د هغه پلاوي ته ووئيل شول سېنټر وګړو لپاره د 30 څخه د زياتو محكمو د …

ارومچی۔18ستمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداري د چين ښار ارومچي اربن آپرېشنز اېنډ مېنجمنټ سېنټر دوره وكړه چرته چې د هغوي د ارومچی مېئر او د سنکیانګ نائب ګورنر تود هركلے وكړو ۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت او د هغه پلاوي ته ووئيل شول سېنټر وګړو لپاره د 30 څخه د زياتو محكمو د 200 نه زيات خذمات برابروي۔ مرکز د اولس خذمات لپاره د ون ونډو هب په توګه كار كوي۔ صدر آصف علي زرداري په ډيجيټل پلېټ فارم كښې ژوره خوښي ښكاره كړه او د منصوبې جوړونكو وژن يۍ وستائېلو۔ هغه ووئيل د ښار انتظام لپاره دا منصوبه د قدر وړ سبق وړاندې كوي۔ صدر مملكت هيله څرګنده كړه چې د پاكستان ښارونو له منصوبې جوړونكي به دې تجربې څخه زده كړه وكړي او د ځايي ضرورتونو له مخې به نظام بشپړ كړي۔ په دې موقع سېنېټر سليم مانډوی والا، په چين كښې د پاكستان سفير او پاكستان كښې د چين سفير هم موجود ؤ