اسلام آباد18 ستمبر(اے پی پی)د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان د پاك-سعودي لوظ نامې هركلې كولو سره وئېلي دي پاك سعودي لوظ نامه د منطقې امن٬سلامتيا او پرمختګ لپاره سنګ ميل د ه ٬پاك-سعودي لوظ نامه د اسلامي نړۍ اتحاد او د اجتماعي قوت څرګندونه ده۔د زيارت په ورځ د سينيټ سيكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب دوره …
د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن د پاك-سعودي لوظ نامې هركلے وكړو
اسلام آباد18 ستمبر(اے پی پی)د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان د پاك-سعودي لوظ نامې هركلې كولو سره وئېلي دي پاك سعودي لوظ نامه د منطقې امن٬سلامتيا او پرمختګ لپاره سنګ ميل د ه ٬پاك-سعودي لوظ نامه د اسلامي نړۍ اتحاد او د اجتماعي قوت څرګندونه ده۔د زيارت په ورځ د سينيټ سيكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب دوره ډېره د اهميت وړ پاتې شوه ۔ده ووئيل سعودي عرب سره لوظ نامه د پاكستان او منطقې خوشحالۍ او استحكام ضمانت د ه ٬دا لوظ نامه به د دفاعي مرستې سره اقتصادي شراكتداري او د ټېكنالوجۍ منتقلۍ نوې موقعې راپېدا كړي٬پاك-سعودي لوظنامه د اسلامي نړۍ اتحاد او د اجتماعي قوت څرګندونه ده۔لنډ مهاله چيئرمېن ووئيل پاكستان سعودي عرب سره اړيكې د شريك باور٬اخوت او اسلام مقدس رشته ګڼي۔ده ووئيل پاكستان او سعودي عرب تل يو بل سره ولاړ پاتي دي۔سيدال خان ووئېل وزيراعظم محمد شهباز شريف ته ترلاسه شوے پروټوكول د دواړو هېوادونو د اړيكو عكاس دے٬ پاك-سعودي لوظ نامه به پاكستان كښې د پرمختګ٬خوشحالۍ او معاشي استحكام پيش خيمه ثابت شي۔










