اسلام آباد18 ستمبر(اے پی پی)د ډيجيټل ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال او وزير مملكت فهد هارون سره د يونان(هیلینک ریپبلک)پاكستان كښې سفير ايليني يوريچي (نن)د زيارت په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ دوي د ډيجيټل پليټ فارمز په بدله شوې منظر نامه او د ډيجيټل ميډيا په څانګه كښې رامخې ته چېلنجونو او موقعو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خبرو په مهمو نكاتو كښې د …
د وزيراعظم خاص مرستيال فهد هارون سره د يونان سفير ایلینی پوریچی ملاقات٬ د ډيجيټل ميډيا په څانګه كښې رامخې ته چېلنجونو او موقعو په اړه د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد18 ستمبر(اے پی پی)د ډيجيټل ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال او وزير مملكت فهد هارون سره د يونان(هیلینک ریپبلک)پاكستان كښې سفير ايليني يوريچي (نن)د زيارت په ورځ د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ دوي د ډيجيټل پليټ فارمز په بدله شوې منظر نامه او د ډيجيټل ميډيا په څانګه كښې رامخې ته چېلنجونو او موقعو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خبرو په مهمو نكاتو كښې د جعلي خبرونو او د ګمراه كوونكو معلوماتو مخ نيوے٬آن لائن تحفظ باوري كول او د ډيجيټل پليټ فارمز غېر قانوني استعمال مخ نيوي پشان موضوعات شامل وو۔د دې نه علاوه د شريكې خوښې په نورو چارو هم خبرې وشوې۔










